اسلام آباد 17 اګست (اے پي پي) په راډيو پاکستان كښې د خپل لېجنډ هنرمندانو د خدمات په اعتراف كښې د ډائمنډ جوبلي ايوارډز 2022 دستوره شوې٬ د ډېرې مودې نه په قامي اداره كښې د اېوارډز وركولو دستوره نه وه شوې۔ په دستوره كښې د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزيب راډيو پاکستان او پي ټي وي د هېواد مهمې اثاثې ګرځولو سره ووئيل دې قامي ادارو روادارۍ او د امن ودې لپاره بلها كردار لوبولے۔ دې ووئيل د راډيو پاكستان هنرمندانو د خپل غږ د لارې پاكستان سره د مينې او تعلق غوره مظاهره كړې٬ د دې دستورې ك??لو مقصد د راډيو دې هنرمندانو ته پېرزوئنې ??ړا??دې ك??ل دي۔ وفاقي وزيرې د دې حقيقت ستائنه وكړه چې راډيو او پي ټي وي د سختو مالي حالاتو باوجود خپله موجودګي برقرار ساتلې ، دواړه ادارې يواځې سټېشنز نه ب??كې لكه د كور غوندې دي۔ دې نوې هنرمندانو ته ووئيل د زده كړې او تربيې مقصد لپاره د پي ټي وي او راډيو پخوانۍ آرکائيوز څخه استفاده وكړې ۔ دې ووئيل يو اېپ جوړوٶ چې له مخې به ئئ زمونږ اولس د پي ټي وي مواد وكتلے شي۔ په دې موقع د راډيو پاكستان ډي جي سهيل علي خان هم وېنا وكړه۔ په دې دستوره كښې چې ك??م 19 کيټيګريز كښې ايوارډز وركړے شول په ھغې كښې د علماء کرام، قراء، اناٶنسر، د بېلا بېلو پروګرامونو اېنكرز په خاص توګه ادبي ، حالات حاضره، لوبې او زراعت، ډرامه فنکار او مصنفين، موسيقار او نيوز ريډرز شامل دي او كوم 32 شخصيات ته چې اېوارډز وركړے شول په ھغې كښې قرات او د مذهبي سکالرز په کيټيګريز كښې قاري محمد اقبال او عبدالرحمان فاروقي، بهترين اېن سي ا?? سي اينکر ايوارډ نسرين نقوي، بهترين نيوز ريډر (نارينه) دامن زمان، بهترين نيوز ريډر (في??ېل) تسکين ظفر، اناٶنسر (??ېل) خالد ملك او اناٶنسر (في??ېل) شازيه عندليب او د مېرمنو د پروګرام په کيټيګري كښې نوشابه ظفر، د ماشومانو پروګرام لپاره تنوير سليم او زرعي پروګرام لپاره ناظم حسېن ته انعام وركړے شول۔ په دې موقع ساحل خان د يوتھ بهترين نارينه غږ او شيبا ملك ته د يوتھ بهترين فې??ېل غږونه وګرځولے شول٬ په فوك کيټيګري كښې حفيظ فاطمه ته د بهترين ډرامه آرټسټ، ناصر بلوچ بهترين ډرامه رائټر، مجاهد حسېن بهترين موسيقار او محمد ملوك ته ايوارډ وركړے شول٬ خيال محمد ته مهدي حسن ايوارډ او تاج مستاني ته نور جهاں ايوارډ وركړے شول ، سپر سټار ايوارډز اعجاز قېصر، فاروق سرور، توثيق حېدر، شيرباز خان برچه، نجم آرا، مهدي ظهير، سائره نسيم (سندرغاړې)، محمد علي (سندرغاړي) او غلام عباس (سندرغاړي) ترلاسه كړو٬ دغسې په لائف ټائم اچيومنټ ايوارډ په ترلاسه كوٶنكو كښې طلعت حسېن، روبينه قرېشي ٬ فردوس جمال، ضيا جالندھري، خالد عباس ډار، ډاکټر رشيده حسن او ډاکټر نسيمه خاتون شامل وو