ليه 13 جول??ئي (اے پي پي) د مسلم ليګ (ن) نائب صدرې مريم نواز وئيلي دي مسلم ليګ (ن) د ګرانۍ خاتمې او اولس ته د ريليف وركولو عزم لري، په مونږ د ا??لس خدمت قرض دے٬ د جول??ئي په 17مه نيټه د پنجاب مقابله د پنجاب دښمن فتنه خان سره ده، وزيراعظم محمد شهباز شريف به ډېر زر د پټروليم مصنوعات بيعه كښې د كمي اعلان وكړي ٬ د پنجاب وزيراعليٰ حمزه شهباز د صوبې بې ??سه وګړو لپاره د سل يونټس برېښنا وړيا وركولو اعلان كړے۔ د دې خيالاتو څرګندونه دې په ليه چوك اعظم كښې اولسي جلسې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ دې د جلسې ګډون كوٶنكو ته ووئيل د ليه د ا??لس پور به د سيمې د خدمت د لارې بېرته ستنووم، د ا??لس د ولولې نه اندازه لګي چې د جول??ئي په 17مه نيټه به ليه كښې شېر كاميابېږي۔ دې ووئيل د مسلم ليګ (ن) مقابله د پخواني حكومت پرېښې ګرانۍ سره ده، د (ن) ليګ مقابله کرپشن، نااهلۍ، نالائقۍ او د بېروزګارۍ سره ده، دې ووئېل د ازمري مقابله فتنه خان او د ھغه فساد ا?? اړي ګړي سره ده۔ د دې نه وړاندې د مريم نواز جلسه ګاه ته په رسېدو كاركنانو د هغې تود هركل?? وكړو، دغسې مريم نواز جسله ګاه ته په رسېدو د آتشبازۍ مظاهرې مشا??ده هم وكړه