اسلام آباد 17 جون (اے پي پي) د طلاع??ت او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي چې عمران خان خپله په بني ګالا كښې پټېږي او اولس ته سړكونو ته د راوتلو بلنه وركوي٬ عمران خان دې اولس ته د احتجاج كال نه وركوي٬ په خپلې نالائقۍ او نااهلۍ دې ماتم وكړي٬ اولس پوهه دې چې د ګرانۍ تباهي عمران خان راوستې ده٬ آئي اېم اېف سره په کمزورو بنيادونو لوظنامې عمران خان كړې دي، نن په هېواد كښې د ګرانۍ ذمه وار هم عمران خان دې٬ كه پاك پروردګار ته منظور وي د عمران خان لخوا د ګرانۍ په لګولي شوي اور به قابو ومومو۔ د جمعې په ورځ خپل بيان كښې مريم اورنګزېب ووئيل اولس دروغژن٬ منافق، نالائق او نااهلو سره نه رواځي٬ د نالائقو، نا اهلو، غلو او د آئين ماتوٶنكو په كال څوك غوږ نه ګروي۔ دې ووئيل اولس د ګرانۍ ٬ بې روزګارۍ٬ معاشي تباهۍ ذمه وارو٬ خونړي مارچ كوٶنكو او د وسله والو ټولګو سره ملګرتيا نه كوي٬ اولس د بې ګناه پوليس اهلكارو شهيد كوٶنكو سره نه راوځي۔ دې ووئيل عمران خان دې اولس ته د احتجاج كال نه وركوي٬ د خپلې راوستې ګرانۍ او م??اشي تباهۍ اعتراف كولو سره دې د لوي څښتن او اولس نه بخښنه وغواړي۔ وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب ووئيل عمران خان سازش كړې چ?? پاکستان ډيفالټ كړي، حکومت هېواد او اولس بچ كولو لپاره راغلے دے ۔ دې ووئيل آئي اېم اېف سره د ترسره شوې لوظنامې ده خلاف ورزي كړې او د پاكستان عزت ئې خطر كښې اچولې دې۔