اسلام آباد13جون(اے پی پی) د اوبو وسيلو وفاقي وزير سيد خورشيد شا?? وئيلي دي چې د مهمند بند د جوړېدو كار به په كال 2025م كښې ترسره كړے شي، د داسو بند ځائي ځ??لي?? لپاره د ملازمتونو كوټه 100 فيصده كړې شوې، كوهستان لپاره به د يو ارب روپو پرمختيائي ګرانټ په دې بجټ كښې كېښودلې شي. د ګل په ورځ د پارلمان په ودانې كښې اے پي پي سره په خبرو كښې وفاقي وزير سيد خورشيد شا?? ووئيل چې د مهمند بند جوړولو لپاره د كار رفتار ګړندې كولو هدايات جاري كړے شوي دي، د بند جوړېدو هدف كال 2025م ټاكل شوے. په راتلونكو ورځو كښې د اوبو وسيلې زياتولو لپاره د دې بند د اهميت څخه انكار نه شي كېدے. ده ووئيل چې راتلونكو نسلونو لپاره د اوبو زياتې ذخيرې ممكن كولو لپاره په پ??كس??ان كښې د مهمند بند پشمول نورو بندونو ته خاص پام كولې شي. د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې د پ??كس??ان پيپلز ګوند باني ذوالفقار علي بهټو ډېر موده وړاندې په پ??كس??ان كښې د اوبو وسيلو او ذخيرو په اړه د دور اندېشې څخه كار اخستلو سره د بندونو جوړولو بېړه پورته كړې وه، له بده مرغه د هغه نه ??س د بندونو په جوړولو هغسې كار ونه شو څنګه چې پكار و. وفاقي وزير ووئيل چې د داسو بند ځپلي د مرستې نه بغېر نه شو پرېښودلې، پيپلز ګوند د غريبانو، مزدورانو او كروندګرو ګوند دے. ده ووئيل چې مونږ د داسو بند د ځ??لي?? پخوانې غوښتنه منلو سره د واپډا چيئرمېن ته په وړو ملازمتونو كښې د ځ??لي?? د 100 فيصده كوټې مقرر كولو هدايات جاري كړي دي