اسلام آباد 20 مئي (اے پ?? پي) خارجه وزير بلاول بھټو زرداري وئيلي دي د پاكستان د نوي حكومت وړومبۍ ترجيح د هېواد د سنګينو اقتصادي چيلنجونو مقابله كول دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ??ه د امريكې دورې په مهال په نيويارك كښې د ملګرو هېوادونو سفيرانو او د خارجه وزير په درناوي كښې د ماسخوتن د مېلمستياﺀ دستورې ته خپلې وېنا كښې كړې۔ ده ووئيل پاكستان د خپلو ټولو پرمختيائي شراكتدارو ??و د وروڼو اسلامي هېوادونو سره د مرستې قوي كولو د لارې د دې چېلنجونو د مقابلې اميد لري۔ د درناوي په دستوره كښې د سعودي عرب، مراکش، آذربائيجان، ايران، عمان، اټلي، مالټا، ايکواډور، مصر، انډونيزيا، متحده عرب امارات او د کوېت سفيرانو ګډون كولو ۔په دې موقع خارجه وزير خپلې وېنا كښې د نړيوالو او سيمه ايزو مسئلو پحقله د پاكستان د خارجه پاليسۍ د ترجيحات خاكه هم وړاندې كړې چې پكښې د افغانستان، جمو و کشمير صورتحال، په سل??متي کونسل كښې د اصلاحات نه ??لاوه ګراني او د خوراك تحفظ٬ د كرونا وباء ٬ معاشي وضعه او موسمياتي بدلون شامل دي