اسلام آباد 27 اپرېل (اے پي پ??)د خېبرپښتونخ??ا شمالي وزيرستان ضلعې ميرعلي سيمه كښې په 22 اپرېل 2022 د پوليو وړومبے ??يس رامخې ??ه كېدو نه پس ايمرجنسي آپرېشن سنټر(نن)د زيارت ورځ څخه بنو او شمالي وزيرستان كښې د پوليو مخ نيوي خاص دوه ورځنے كمپائن پېل كوي۔په دې مهال به 1 لك 64 زره 680 ماشومانو ته د پوليو مخ نيوي څاڅكي وركولې شي۔دا خبره دې ياده وي خېبرپښتونخوا كښې 21 مياشتې پس د پوليو ??يس رپورټ شوے ۔د پوليو مخ نيوي كمپائن لپاره 825 ډلې جوړې شوي چې پكښې 742 موبائل٬ 34 فيكسډ٬ 43 ټرانزټ او 6 روم??نګ ډلې شاملې دي۔