اسلام آباد 21 اپرېل (اے پي پي) د اطلاعات ??و خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئېلي دي عمرا?? خان د توشه خانې څخه په لږه بيعه ډالۍ اخستي او په زياته بيعه ئې خرڅې كړي٬د هغه آمدن چې څومره د توشه خانې څخه زيات شوے دومره هغه په 41 كلونو كښې نه دي ګټلې٬عمرا?? خان له به مني ټريل وركول وي٬د عمرا?? خان د 41 كلونو ډكليئرډ آمدن يو پلو او د توشه خانې څخه ترلاسه شوو ډالو څخه آمدن بل پلو۔د وزيراعظم چوكۍ سنبهالولو نه پس په وړومبنو دوو مياشتو كښې هغه د توشه خانې څخه 85 ملين روپۍ ګټلې دي او په څلورو كلونو كښې 58 ډالۍ يې ځان سره اېښودې دي٬د كومو ماليت چې 142 ملين جوړېږي۔عمرا?? خان درې څيزونه په درې كروړه اغستي٬هغه سره دا روپۍ د چرته نه راغلي٬هغه له به خپل مني ټرېل وركول وي٬ځكه چې په وړومبي كال كښې خو د عمرا?? خان آمدن دومره نه ؤ چې د درې كروړه روپو څيزونه ئې اخستي۔د زيارت په ورځ خبري كنفرنس ته په خپله وېنا كښې مريم اورنګزېب ووئيل د هېواد معيشت تباه كونكي معاشي ترهه ګرو په خپل دور كښې د اقتصادي اشاريو په اړه دروغ وئېلي٬هغوي دروغجن دي٬دې ووئيل هغوي په هېواد كښې د ګ??ان??٬قرض اغساو او بې روزګارۍ پشمول د خارجه پالېسۍ د تباهۍ ذمه وار دي٬مريم اورنګزېب ووئيل عمرا?? خان د توشه خانې څخه په 20 فيصده بيعه ډالۍ اخستې او يو په څلور په زياته بيعه يې خرڅې كړي۔د 50 فيصده نوې حكم نامه د هغې نه پس جاري شوې٬دې ووئيل زما ډالۍ زما خوښه نه٬دا ډالۍ د پاكستان رياست دي۔دې ووئيل پخواني وزيراعظم عمرا?? خان درې څيزونه په درې كروړه اخستي او بيا يې په 14 كروړه خرڅ كړي۔دې ووئيل ډالۍ د هغه نه بلكې د وزيراعظم په نامه وه كومه چې خرڅېدې نه شي۔ د اطلاعات وزيرې مريم اورنګزېب ووئيل د عمرا?? خان د كور ودانې په اېف بي آر كښې د ټېكس اندراج تر 2018 شته چې پكښې د هغې نامه د عمرا?? خان سره نه ده۔د اېف بي آر په ريټرنز كښې د هغې نامه پخوانۍ ده۔ الېكشن كمېشن كښې د فارن فنډنګ كيس ذكر كولو سره دې ووئيل اكبر اېس بابر د تحريك انصاف په فارن فنډنګ اعتراضات كړي۔د تحريك انصاف څخه چې پوښتنه وشي نو په ځواب كښې سپكې سپورې وائې او دړكې وركوي۔دې ووئيل الېكشن كمېشن فارن فنډنګ كيس په حقله په كمېټۍ كښې تحريك انصاف د مسلم ليګ(ن) په فنډنګ اعتراض نه دے كړ??٬د دې مطلب دا دے چې پاكستان تحريك انصاف په دې پوهه دے٬چې د مسلم ليګ(ن)څومره هم اكاؤنټس ډكليئر دي هغه سم دي۔دې ووئيل سټېټ بېنك د پي ټي آئي لاهور د آنډكليئر اكاؤنټس تفصيلات الېكشن كمېشن له وركړي٬تر نن د مسلم ليګ(ن)په فنډنګ مراسله نه ده لېږلې شوې٬دې ووئيل پاكستان تحريك انصاف د قامي ادارو په ضد كمپائن پېل كړ?? ٬د دې مقصد لپاره يې روبوټېك ټوېټس او سافټ ويئر استعمال كړ??٬پي ټي اے ته د دغې ربوټېك ټوېټس د لارې د قامي ادارو په ضد په ټوېټس كولو په سمدستي توګه د ايكشن اخستو سپارښتنه شوې دغسې د كورنيو چارو وزارت او اېف آئي اے هم چمتو كړ?? شوي۔ مريم اورنګزېب ووئېل پاك پوځ٬عدليې او د پاكستان رياست په ضد د كمپائن اجازه به چا له ورنه كړ?? شي ۔