کراچۍ 13 اپريل (اے پي پي) وزيراعظم ??يا محمد شهبازشريف په کراچۍ كښې د اوبو وركولو منصوبه تر 2024ء بشپړولو سپارښتنه كولو سره وئيلي دي د اوبو وركړه يوه لويه مسئله او ??يل??ج دے، کے سي آر د سي پيك برخه ګرځولو لپاره به د چين حكومت سره خبره كوم، وفاق به د پرمختيائي پروژو لپاره د صوبائي حکومت سره ولاړ وي ، کراچۍ كښې ايئر کنډيشنډ بسونه چلولو سره به وګړو ته د مزل اسانۍ ترلاسه شي۔د دې خيالاتو څركندونه ده وزيراعليٰ هاؤس كښې خبريالانو سره په خپلو خبرو كښې وكړه۔په دې موقع د سندھ وزيراعلي سيد مراد علي شا??، د مسلم ليګ (ن) لارښود شاهد خاقان عباسي او احسن اقبال هم موجود وو۔ وزيراعظم وو??يل زه د بابائے قوم قائداعظم ??حمد علي جناح مزار ته تللے ووم او هلته مو د كلك عزم څرګندونه كړې چې د بابائے قوم په نقش قدم د تللو هڅه به كوم او پاکستان به په حقيقي معنو كښې د پرمختګ په لاره روانولې شي۔ وزيراعظم وو??يل زما د سندھ وزيراعلي او د هغه ډلې سره ګټه وره خبرې شوي، د سندھ وزيراعلي د سندھ پرمختيائي پروژو په اړه بريفنګ راكړے ۔ده وو??ېل په دې خوشحاله شوے يم چې د ټرانسپورټ آسانۍ او د اوبو وركولو او نورو پروژو لپاره د سندھ وزيراعلي ډله په زړه پورې كار كوي،ده باور وركړو چې وفاقي حکومت به د صوبائي حکومت سره مرسته كوي او وفاق به د صوبائي حكومت سره اوږه په اوړه ولاړ وي۔ وزيراعظم وو??يل ما د سندھ وزيراعلي ته وئيلي دي چې مونږ به هڅې كوو چې کے سي آر د سي پيك برخه وګرځوو ، په اول كښې د چين چارواكو کے سي آر د سي پيك برخه جوړولو لپاره اشاره راكړې وه خو بيا حالات بدل شوو ،ده وو??ېل اوس به هڅې كولې شي چې دا د سي پيك برخه شي او دې لپاره به د چين حكومت سره خبره كوم۔ده وو??يل په كراچۍ كښې د څښلو اوبو لويه مسئله ده او دا يو ??يل??ج هم دے، په دې معامله تفصيلي خبرې شوي ، کراچۍ كښې د اوبو وركولو نيم ګنجائش تر 2024ء بشپرولو منصوبه جوړه وه خو ما سپارښتنه وكړه چې تر 2024ء هڅې وكړې چې دا ټوله منصوبه بشپړه كړې شي ځكه چې اوبه بنيادي انساني ضرورت دے، ده وو??ېل كه د كراچۍ دا مسئله حل شي نو دا به د اولس لوئ خذمت وي۔ وزيراعظم وو??يل د سند٬ھ وزيراعلي په صوبه كښې د ټرانسپورټ په څانګه كښې ډير كار كړے ، اورنج لائن، ريډ لائن او ګرين لائن منصوبې تقريباً بشپړې شوي،د دې بشپړولو سره به اولس ته د مزل ښ?? آسانۍ ترلاسه شي۔ وزيراعظم وو??ېل د روژې مباركې مياشت كښې په کراچۍ كښې په تود هركلې كولو د پاکستان پيپلز پارټي شريك چيئرمېن آصف علي زرداري، چيئرمين بلاول بھټو زرداري او د سندھ وزيراعلي سيد مراد علي شاه مننه كوم۔