اسلام آباد۔27فروری(اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي د پاكستان د دې عزم پخلې كړې چې شخړې دې د مذاكراتو او سفارت كارۍ د لارې حل ??ړې شي٬ د روسيه او يوكرېن ترمينځه روانه شخړه د سفارت كارۍ د لارې هوارېدې شي۔ د دې خيالاتو څرګ??دو??ه هغه د اتوار په ورځ خپل يوكرېني همڅنګ دیمیټرو کولیبا سره ټېلېفوني خبرو كښې وكړه۔ خارجه وزير شاه محمود قرېشي هغه د پاكستان له نقطه نظر څخه خبرولو سره په روانه وضعه د سختې اندېښنې څرګ??دو??ه وكړه او تاؤ تريخوالي كښې د كمي په اهميت او د سفارتكۍ په حاجت ئې زور راوړو۔ خارجه وزير ووئيل وزيراعظم عمران خان د ماسكو خپلې اوسنۍ دورې په مهال د روسيه او يوكرېن ترمينځه په روانه وضعه د افسوس څرګ??دو??ه كولو سره ووئيل پاكستان هيله لري چې د سفارت كارۍ د لارې پوځي شخړه حل ??ېدې شي۔ خارجه وزير د پاكستان د دې عزم پخلې وكړو چې شخړې بايد د مذاكراتو او سفارتك كارۍ د لارې حل ??ړې شي۔ خارجه وزير يوكرېن څخه د پاكستاني كميونټي او طالبعلمانو د و??لو او حفاظت سره پاكستان ته د دوئي بېرته رارسېدو معامله هم پورته كړه۔ هغه د و??لو په عمل كښې د آسانيو په وركولو او په زړه پورې ډول دوئي پولې څخه اړولو له د يو كرېني چارواكو د كردار ستائنه وكړه۔ دواړه خارجه وزير په سباؤن كښې د رابطې په ځائې سا??لو ته سلا شؤ۔