برسلز 07 دسمبر (اے پي پي) خارجه ??زي?? مخدوم شاه محمود قريشي وئيلي دي په افغانستان كښې په بيړه رامخې ته كېدونكے انساني بحران اندېښمن دے، نړيوال?? ټولنه دې د افغان اولس انساني او معاشي مرستې لپاره هڅې وكړي. ده دا خبرې د نهې په ورځ په برسلز كښې د ناټو په مركزي دفتر كښې د ناټو سېكرټري جنرل جېنز سټولن بر?? سره د ملاقات په مهال وكړې. د ملاقات په مهال په دوه اړ??يز?? چارو، د افغانستان په رامخې ته كېدونكي صورتحال او د دوه اړ??يز?? مرستې پشمول په سيمه ايزو چارو خبرې وشوې. خارجه ??زي?? ووئيل په لوړه كچه سياسي او پوځي روابطو د شريكې ګټې په چارو د دوه اړ??يز?? مرستې په قوي كولو كښې مهم كردار ترسره كړے. ده ووئيل په سوئيلي اسيا كښې امن او استحكام لپاره پاكستان خپلو ټولو ګاو??ډي??نو سره د امن په پالېسې عمل كوي. پاكستان د جمو و كشمير شخړې پشمول ټولې مسئلې د خبرو د لارې حل كول غواړي. خارجه ??زي?? په افغانستان كښې امن او استحكام لپاره د پاكستان د پوخ عزم پخلے وكړو او وې وئيل په افغانستان كښې په تندې سره رامخې ته كېدونكے انساني بحران اندېښمن دے، نړيوال?? ټولنه دې د افغان اولس انساني او معاشي مرستې لپاره هڅې وكړي. خارجه ??زي?? د افغانستان څخه د ګډوالو د كډې خطر مخ نيوي، افغانستان يو ځل بيا د ترهګرو د محفوظو پټن ځايونو او د نشه اي توكو د مركز جوړېدو نه ساتلو لپاره طالبانو سره د نړيوالې ټولنې مرسته ضروري وګرځوله. ده ووئيل په افغانستان كښې پېدا كېدونكي انساني بحران پلو د نړيوالې ټولنې پام راګرځولو لپاره پاكستان د دسمبر په 19مه نېټه د او آئي سي د خارجه ??زي??انو د كونسل د غېر معمولي غونډې كوربتوب كوي. دغسې د ناټو سېكرټري جنرل په افغانستان كښې د ناټو په ملاتړ كولو د پاكستان ستائنه وكړه.