اسلام آباد 06 دسمبر (اے پي پي) د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې هېواد كښې د امنيت مجموعي صورتحال جاج اخستو غونډه د ګل په ورځ وشوه۔د وزيراعظم ميډيا آفس د اړخه جارې شوې بيان له مخې په غونډه كښې د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزي?? چوهدري فواد حسېن، د كورنيو چارو وزير شيخ رشيد احمد، سرلښكر جنرل قمر جاويد باجوه،د قامي سلامتيا صلاحكار ډاكټر معيد يوسف، د پنجاب وزيراعليٰ سردار عثمان بزدار او اعليٰ سول او پوځي چارواكو ګډون وكړو۔په غونډه كښې د سري لنكا وګړې پريا??تھ?? كمارا په س??ال??وټ كښې په ظالمانه قتل د تشويش څرګندونه وشوه او ?? غونډې ګډون كوونكو ته ووئيل شول د پېښې ذمه وار دې قانون سره مخ كړے شي۔?? غونډې ګډون كوونكو د دې امر څرګندونه وكړه چې په ذاتي توګه او د ډلو په صورت به چا له هم قانون په لاسو كښې د اخستو اجازه ورنه كړے شي او دې ډول پېښو كښې د ككړو كسان?? سره به هيڅ ډول رعايت نه كېږي ۔دې نه ځانله د دې ډول پېښو ختمولو لپاره به يوه كوټلې تګلاره مرتب كولې شي او ذمه وارو له به سخته سزا باورې كولې شي۔په غونډه كښې د ملك عدنان مړانه هم وستائلې شوه چا چې خپل ژوند په خطر كښې اچول?? سره د پريا??تھ?? كمارا بچ كولو هڅه كړې۔ ?? غونډې ګډون كوونكو د سري لنكا وګړې پريا??تھ?? كورنۍ سره غمرازي هم ښكاره كړه۔