واشنګټن 11 نومبر (اے پي پي) امريکا كښې د پاکستان سفير اسد مجيد خان اقتص??دي اصلاحاتو او نړيواله سرمايه كاري آسانولو لپاره د پاکستاني حکومت د عزم پخلې كړې د??۔ ده تېره ورځ واشنګټن كښې د 20-20 انويسټمنټ ايسوسي ايشن لخوا د كلنې دستورې د پائې غونډه كښې د امريكې سرمايه كارو ته خپله وېنا كښې ووئيل پاکستان په ټولو اقتص??دي څانګو كښې بهرنيو او ځائي سرمايه كارو لپاره آزادا??ه پاليسۍ او زړه راښكونكي مراعات وړاندې كوي۔ په دې لړ كښې ده د پاكستان په ځانګړې جيو ستراتېژك محل وقوع٬ پراخه انساني وسائلو او د جيو اكنامكس پحقله د پاكستان حكومت په وژن رڼا هم واچوله كوم چې د ضلعو ترمېنځه قوي تجارت او رابطو ته په وده وركولو اډانه دې۔ ده افغانستان كښې بشپړه سياسي تصفيې لپاره د پاكستان د ملاتړ پخلې وكړو۔ هغه ووئيل افغان اولس د انساني الميې څخه په بچ كولو كښې د?? مرسته وكړې شي د كومې اثرات چې په منطقه او د دې نه بهر هم مرتب كېدې شي۔ ده په دې خبره زور راوړو چې پاکستان لپاره امريكې سره د اوږدې مودې همكاري د اهميت وړ ده او پاكستان امريكې سره قوي اقتص??دي او په تجارتي هلو ځلو اډا??ه پراخه اړيكې جوړول غواړي۔ اسد مجيد خان په پاکستان كښې د ??را??ت او ټېكنالوجۍ په څانګه كښې د سرمايه كارۍ موقعې رامخې ته كړې د كومې نه چې دواړه هېوادو??ه په ګډه كار كولو سره برابر ګټه ترلاسه كولې شي