اسلام آباد 24 ستمبر (اے پي پي) د هند ناظم الامور خارجه دفتر ته رابللے شوے او د پاكستان حکومت د اړخه د هند په آسام رياست كښې د م??لمانانو په نخښه كولو ئې ورته سخت احتجاج رېكارډ كړے ۔ ?? جمعې په ورځ د خارجه دفتر وياند له مخې د هند رياست كښې د تيرو څو ورځو راهسې د م??لمانانو په ضد د بې دخلۍ مهم پيل كړے شوے۔ يوي ويډيو كښې د پولیس د لاسو يو غير مسلح كس وژل او د امنيتي ځواكونو اهلكا??و د اړخه د هغه د مړي بے حرمتی ښودلې شوې ۔وياند له مخې د هند ناظم الامور ته ووئيل شول د تشدد اوسنۍ پېښي د بده مرغه د مسلمانانو په ضد د روان تشدد تسلسل دے كوم چې په ریاستی سرپرستۍ كښې د هند م??مول ګرځېدلے ۔ناظم الامور ته ووئيل شول د هند حكومت بايد آسام كښې د م??لمانانو په ضد تشدد او د دې ډول پېښو پلټني وكړي،دې ډول جرمونو كښې ككړو كسانو له سزا وركړي او سباؤن كښې د داسې پېښو مخنيوي له ګامونه پورته كړي