لاهور۔24ستمبر(اے پی پی) صدر مم??کت ډاکټر عارف علوی وئيلي دي هېواد يوازې وسائلو سره نه ذهني سوچ سره بدلېږي٬ پاكستان كښې بدلون رامخې ته كېږي ٬ مونږ له به د خپل هېواد په پرمختګ كښې خپل هر يو ممكن كردار ترسره كول وي ٬ سول سرونټس دې اعلی اخلاقو سره سره اولسي خذمت هم خپل نصب العېن جوړ كړي٬ د پالېسي جوړولو په مهال كه د ديانتدارۍ عنصر مضبوط ونيولے شي نو پاكستان د پرمختګ نه څوك هم ايسارولے نه شي۔ بېوروکرېسی هېواد څخه د كر پشن په ختمولو كښې بنيادي كردار ترسره كولې شي۔ هغه د جمعې په ورځ په د نېشنل سکول آف پبلک پالېسی 114م نېشنل مېنجمنټ کورس كښې د ګدوڼ كوؤنكو ترمينځه د سندونو وېش دستورې ته خطاب كولو۔ په دې موقعه ډاكټر اعجاز منېر او نور اعلی چارواكي هم موجود وو۔ ص??ر مم??کت ووئيل بهترين علم هغه دے چې دا وښائي چې اوس لا نور هم ډېر څه زده كول پاتې دي٬ هغه ووئيل علم زده كولے شي او رويه انسان چاپېريل او ماشوموالي څخه زده كوي۔ دا خبره په مشاهده كښې رامخې ته شوې ده چې د انسانانو رويه په بېلو موقعو بېلو خلكو سره بېل بېل ډول وي۔ هغه ووئيل زمونږ رويه ټول عمري لويو سره سمه او ښكته كسانو سره بل ډول وي ٬ د دې بايد مونږ ته احساس وي۔ دې حوالې سره به مونږ له د نبي كريم (ص) په اسوه حسنه عمل كول وي۔ ص??ر مملكت ووئيل كومو هېوادونو چې خپلې ادارې مضبوطې كړې هغه كامياب شؤ او هغوي پرمختګ وكړو۔ هغه وئيل بېورو كرېسي بايد اولسي مسئلې په ګوته كولو سره د هغې د حل كولو هڅې وكړي۔ دوئي دې د تېر وخت ناكامۍ هم نظر كښې وساتي۔ ص??رمم??کت عارف علوی ووئيل سول سرونټس دې د اولس خذمت په مهال اخلاقيات او خواخوږي له خپله لاسه نه وركوي۔ بېوروكرېسي هېواد څخه د كرپشن ختمولو كښې بنيادي كردار ترسره كولے شي هغه ووئيل اوسنې حكومت هېواد څخه د كرپشن ختمولو له ګامونه پورته كوي خو دا كوم آسان كار نه دے۔ هغه ووئيل كوم كارونه چې مونږ په كال 2018 كښې پېل كړې دي دا بايد ډېر وړاندې پېل كړې شوي وو۔ هغه كورس كښې ګډون كوؤنكو ته خپل خطاب كښې ووئيل اولس او د هېواد او ملت سباؤن ت??سو سره خپلې هيلې تړلې دي۔ ت??سو له به خپل اصول نظر كښې نيولو سره داسې پالېسۍ جوړول وي چې ورسره په ت??سو د اولس باور زيات شي۔ هغه ووئيل بېوروکرېسی كښې بايد زياتو نه زياتې مېرمنې هم شامل كړې شي دغسې چې هغوي هم د اولس په خذمت كښې د خپلې برخې كردار ترسره كړي او يو توازن قائم شي۔ ډاکټر عارف علوی سول سرونټس ته خطاب كښې ووئيل ت??سو رامخې ته كېدونكي لارښود يۍ۔ ت??سو د ادارو مضبوطيا له خپل كردار ترسره كړۍ او غوره اخلاقو سره اولسي خذمت خپل نصب العېن جوړ كړۍ۔ هغه ووئيل كه ت??سو د پالېسۍ جوړولو په مهال د ديانتدارۍ عنصر مضبوط ونيسۍ نو پاكستان څوك د پرمختګ كولو نه ايسارولے نه شي۔ دې نه وړاندې رېکټر نېشنل سکول آف پبلک پالیسی ډاکټر اعجاز منیر د استقباليې خطبه وړاندې كړه۔ ص??ر مملكت عارف علوي د كورس 62 ګډون كوؤنكو ته سندونه وركړل او هغوي ته ئې د كورس كاميابۍ سره په ترسره كولو مباركي وركړه۔