اسلام آباد، نيويارك 22 ستمبر (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي افغان اولس د ممكنه انساني بحران د خطر څخه س??تل?? لپاره د نړيوالې ټولنې لخوا د بشري مرستې په باوري كولو ټينګار كړے. د خارجه دفتر لخوا جاري شوې خبرپاڼې له مخې خارجه وزير په نيويارك كښې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د 76مې غونډې په مهال د آئرلېنډ د بهرنيو چارو او د دفاع وزير سائمن كوونے سره ملاقات وكړو. په دې موقع دواړو خارجه وزيرانو په دوه اړخيزه اړيكو، په بېلا بېلو څانګو كښې په دوه اړخيزه مرسته زياتولو او د افغانستان په صورتحال خبرې وكړې. خارجه وزيرانو د افغانستان په صورتحال خبرې كولو سره افغان اولس د ممكنه انساني بحران د خطر څخه س??تل?? لپاره د نړيوالې ټولنې لخوا د انساني مرستې په باوري كولو ټينګار وكړو. خارجه وزير ووئيل آئرلېنډ د اروپائي ائتلاف مهم هېواد دے. ده ووئيل پاكستان آئرلېنډ سره دوه اړخيزه اړيكو ته ډېر اهميت وركوي. په آئرلېنډ كښې ګڼ شمېر پاكستانيان مېشته دي او دوي د دواړو هېوادونو ترمېنځه د اړيكو په استحكام كښې د يو پل كردار ترسره كوي. خارجه وزير د كورونا وبا مخ نيوي په لړ كښې په كامياب?? د ??ئرلېنډ د حكومت د تګلارې او هڅو ستائنه و??ړه. خارجه وزي?? شاه محمود قريشي ووئيل د پاكستان او آئرلېنډ ترمېنځه د تجارت، سرمايه كارې، ماحوليات، روغتيا، قابل تجديد توان، كركيلې، سېلګرې او ټېكنالوجې په څانګو كښ?? د ??وه اړخيزه مرستې زياتولو پراخا موقعې موجود دي. ده د جي اېس پي پلس درجې په لړ كښې د پاكستان په ملاتړ كولو د آئر لېنډ د مشرتابه مننه و??ړه. دغسې خارجه وزير په پاكستان كښې د وبائي او امنيتي صورتحال په بهترې په ټرېول اېډوائزري د نظرثان?? د ??قدام هم ستائنه وكړه