اسلام آباد 20 ستمبر (اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزير اعظم خان سواتي وئيلي دي موجودہ حکومت به بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيانو ته د ووټ حق وركولو لپاره هر ممكنه ستړې كوي۔ د ګل په ورځ پارلماني چارو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال ډاکټر بابر اعوان سره په ګډه خبري كفنرنس ته خ??لې وېنا كښې ده ووئيل بهر هېواد كښې مېشته پاكستانيان د ووټ د حق نه څوك نشي محرومولې او څنګه الېكشن ??مېشن دوي ته د ووټ حق وركولو په لاره كښې خنډان پېدا كولې شي۔ ده ووئيل زه د دې ټول صورتحال نه خبر يم چې پكښې د موجوده چيف الېكشن ??مشنر تعيناتي شوې خو زه به په دې لړ كښې تفصيل نه بيانوم ځكه چې ما د چيف الېكشن ??مشنر د تعيناتۍ پحقله د تفصيلات نه څرګندولو لوظ كړے ۔ ده ووئيل حكومت د خپلې آئيني ذمه وارې او د الېكشن ??مېشن تقدس برقرار ساتلو لپاره د دې تقررۍ پابند ٶ۔ ده د خپلې ناراضګې څرګندونه كولو سره ووئيل الېكشن ??مشنر د چا په وېنا د الېکشن کمېشن آف پاکستان د آئيني ادارې په تنها كولو پسې راغستې، ??اکستان تحريك انصاف حكومت به الېکشن کمېشن ??وه خ??لواكه اداره جوړوي۔ ده ووئيل د چيف الېكشن ??مشنر د تعيناتۍ پحقله يو شمېر چارې د محمد شهباز شريف په خ??اهش تر اوسه پټې ساتلې شوي۔ ده ووئيل وزیراعظم عمران خان په هېواد كښې سپېځلې ټاكنې باوري كولو سره سره بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيانو ته د ووټ وركولو خپل لوظ ترسره كوي۔ ده ووئيل حكومت د سپريم كورټ نګرانۍ او هدايات له مخې پاكې٬ سپېځلې ټاكڼې باوري كول غواړي۔ ده ووئيل حكومت به په انتخابي اصلاحات عمل كوي دغسې چې په انتخابي عمل د اولس باور بحال كړے شي۔ اعظم خان سواتي ووئيل حكومت د داسې انتخابي نظام راوستلو عزم لرو چې له مخې ئې غېر متنازعه او پاكې ټاكنې باوري شي۔