دوشنبے 16ستمبر (اے پي پي) د تجارت صلاحكار عبدالرزا?? داؤد وئېلي دي پاك تاجكستان بزنس فورم غونډه كښې په 15 مفاهمتي يادښتونو لاس ليك شوے۔په دې غونډه كښې د پاكستان څخ?? 70 او د تاجكستان څخ?? 170 كاروباري شخصياتو ګډون كړے۔د زيارت په ورځ مېډيا سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل دا يو ښه ملاقات ؤ ٬په وړومبي ځل د دواړو اړ??ه سوداګرو د يو بل سره ملاقات كړے۔دا يوه نوې سلسله پېل شوې ۔ده ووئيل مونږ چې چا سره هم خبره كوو٬د سيمه ايزو رابطو خبره كوو۔د تاجكستان سره د پي ټي اے٬ټرانزټ ټرېډ ايګريمنټ٬كسټم تګلارې منظم كولو پشمول د بينكنګ په حقله د خيالاتو څرګندونه شوې۔ده ووئيل د وزيراعظم سپارښتنې له مخې سيمه ايزې رابطې او سيمه ايز تجارت زمونږ پالېسي ده