ا??تن??ول 15 اګست (اے پی پی) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي وئيلي دي چې د پاكستان او تر??يې اړيكې په منطقه كښې د امن او استحكام نه هم زياتې دي، د پاكستان او تر??يې اړيكې يو بل سره د امن او ګڼ اړخيزه شركت په بنياد دي. د اتوار په ورځ په تركيه كښې د تيار كړې شوي پي اېن اېس بابر د وړومبي ملجم كلاس كوروېټ پرانستې دستورې ته په خپله وېنا كښې صدر مملكت د نړيوال امن او استحكام په اړه د تر??يې د كردار ستائنه وكړه. په دستوره كښې ترك صدر رجب طيب اردوان، وړومبې مېرمن ثميه علوي او د ترك حكومت اعلٰی چارواكو هم ګډون وكړو. صدر مملكت ووئيل چې د پاكستان حكومت او اولس به د امن او خوشحالې شريكو مقاصدو لپاره تر??يې سره ولاړ وي. ده ووئيل چې پاكستان او تركيه يو ډول ستونزو او خطرو سره مخ دي او دواړو ه??وادونو امنيتي مرسته پراخا كړې. صدر مملكت د صدر اردوان په مشرې كښې په تركيه كښې پرمختګ او خوشحالې لپاره د دفاع وزارت په كاركردګۍ مباركي وركړه. ده ووئيل چې پاكستا?? د ??ر??يې د دفاعي مصنوعاتو يو لوي ماركيټ دے. ده په دستوره كښې ګډون كولو لپاره په بلنه د ترك صدر مننه هم وكړه. دستورې ته په خپله وېنا كښې د تر??يې صدر رجب طيب اردوان ووئيل چې په افغانستان كښې امن او استحكام لپاره پاكستان جامع كردار ترسره كړے. ده ووئيل چې پاكستان او تركيه به په افغانستان كښې زر استحكام راوستلو لپاره هر ډول ??مكنه اقدامات وكړي. ده ووئيل چې پاكستان سره به د تر??يې مرسته روانه وي. ده ووئيل چې د منطقې د ستونزو خاتمه د پاكستان په مرسته ممكنه ده. ده ووئيل چې د لوظنامې له مخې به پاكستان نېوي لپاره جهازونه په پاكستان او تركيه كښې تيارولې شي. ده ووئيل چې دا پروژه په كال 2019م كښې پېل شوې وه او په كال 2025م كښې به ترسره شي. ترك صدر ووئيل چې د تر??يې د دفاع وزارت بېلا بېلو ه??وادونو سره مرسته كوي خو پاكستان په دې هېوادونو كښې يو ځانګړے مقام لري. رجب طيب اردوان ووئيل چې دواړه هېوادونه به يو بل سره شركت نړۍ لپاره مثالي جوړوي. په دې موقع د پاك بحريه مشر اېډمرل نيازي د ملجم پروژې د لوئې كاميابې ستائنه وكړه.