اسلام آباد 08 جولائي (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي چې د ټولو غېر ملكيانو د رجسټرېشن پرېكړه شوې ده،د 40 ٬ 50 زره كسانو كوم چې 70 كاله وړاندې ??اك??تان ته داخل شوې دي٬ بې دركه دي٬ هېڅ رېكارډ ئي نشته،د طورخم پوله څلور ٬ پنځه زره ګېر ??اك??تانيانو لپاره د سرحد پرانستلو پرېكړه كړې ده، په ايلئن كارډ د اكاٶنټ، سم پرانستلو او د كاروبار كولو به اجازه وي، د نشه اي توكو په ضد به په لويه كچه كاروائي كولې شي، ??اك??تان ته په لويه كچه ډرګز د نورو هېوادونو نه ??اځي٬ د آزاد كشميرپه انتخاباتو كښې به پي ټي آ??ي كاميابېدو سره حكومت جوړوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه وفاقي وزير د زيارت په ورځ د نېشنل فرانزك سائنس ايجنسي دورې پ?? مهال ميډيا سره كړې۔ ده ووئيل ??اك??تان تحريك انصاف د آزاد كشمير په انتخاباتو كښې كاميابېدو سره حكومت جوړوي٫ انتخابي كمپائن چلول د سياسي مشرانو او اپوزيشن حق دے٬ ښه خبره ده چې د مخالفې ډلې مشران هم په انتخابي كمپائن كښې بشپره برخه اخلي خو اپوزيشن د اولس ملاتړ نه لري۔ ده ووئيل زه هم په آزاد كشمير انتخاباتو كښې د پي ټي آ??ي كاميابۍ لپاره كمپائن چلوم٬ قام به په راتلونكې ټولټانكو كښې عمران خان ته ووټ وركولو سره كاميابوي خو مونږ له به خپله كاركردګي لا ښه كول وي۔ ده ووئيل د اګست وړومبۍ نيټې څخه به په چمن پوله به تګ راتګ لپاره الېكټرانك نظام كار پېل كړي۔ داخله وزير اعلان وكړو چې د اېن سي او سي پرېكړې له مخې د كومو كسانو چې وېكسينيشن شوې دې ھغوي لپاره د طورخم پوله خلاصوٶ٬ په افغانستان كښې د كرونا مسئله زياته ده٬ په دې لړ كښې به د اېن سي او سي قيادت سره خبره كوم۔ ده ووئيل سعودي عرب او مېنځني ختيز ته د تللو خواهش مند څلور پنځه زره ??اك??تانيان په طورخم پوله ايسار ??ي د چا چې كرونا ټېسټ منفي وي ھغوي به كورونو ته ځي او چې د چا مثبت وي د ھغو پرېكړه به اېن سي او سي كوي۔ داخله وزير د ايلئن كارډ وړ كسان لپاره د بېنك اكاٶنټ پرانستلو٬ سم ترلاسه كولو او د كاروبار كولو د اجازې وركولو د پاليسۍ اعلان هم وكړو او وئ وئيل چې د چا ويزه ختمه شي داخله وزارت سره رابطه كولې شي۔ ده ووئيل د ټولو غېر ملكيانو د رجسټرډ كولو د پرېكړې اعلان وكړو او وئ ووئيل چې مونږ هڅه كوٶ چې كوم صورتحال جوړېږي د ھغې له مخې د غېر ملكيانو رجسټرېشن وكړې شي٬ جعلي شناختي كارډ جوړٶنكي نيولي شوي دي٬ ده ووئيل ??اك??تان كښې څلوېښت پنځوس زره كسان 70 كالو راهسې بې دركه دي٬ دا كسان ??اك??تان ته داخل شوې دي او اوس ئې هېڅ درك نه لګي۔ ده ووئيل آن لائن ويزه اجرا نظام وضع كړې شوې دې۔ د يوې پ??ښتنې پ?? ځواب ده ووئيل د ټي اېل پي پحقله پرېكړه به كابينه كوي٬ د كابينې پ?? راتلونكې غونډه كښې به كېس وړاندې كوم۔ د يوې پ??ښتنې پ?? ځواب داخله وزير ووئيل په اسلام آباد كښې د نشه اي توكو خرڅ زيات دې٬ ??اك??تان ته د بهر نه نشه اي توكې راځي٬ څوك د دې خبرې منلو له تيار نه ??ي٬ خو زه دا خبره زور رواړلو سره كوم چې ??اك??تان ته كوكين، آئس، هېروئن او كيپسول د بهر نه په لويه شمېره راځي٬ د نشه اي توكو په ضد لويه كاروائي كوٶنكې يو۔ ده ووئيل د برهان واني د شهادت په موقع د هن??ي داخله وزير د تورونو غندنه ??و د دې ترديد كوم٬ ??اك??تان به د اګست د پنځمې نيټې د غېر آئيني او غېر قانوني اقدامات تر بېرته اخستو به هېڅ خبرې نه كوي۔