اسلام آباد18جون (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو دوهم وزير فرخ حبيب او پا??لماني چارو لپاره د وزيراعظم سلاحكار ډاکټر بابر اعوان وئيلي دي قامي اسمبلۍ كښې په دوه ورځو كښې منظور كړې شوې قوانين بېرته نشي اخستې كېدې٬ ټول رولز او پراسېس بشپړولو نه پس دا قوانين سېنېټ ته لېږلې شوې دي٬په ميثاق جمهوريت كښې (ن) ليګ او پيپلز ګوند د سېنېټ الېكشن د اوپن بېلټ د لارې كولو ته سلا شوي خو په لس كالو كښې دوئي په دې عمل درآمد نه دې كړې٬ حكومت د سپريم كورټ د الېكشن اصلاحاتو او اوورسيز پاكستانيانو ته د ووت حق وركولو په پرېكړو عمل كړې دے،الېکټرانك ووټنګ مشينان د جوړېدو په آخري پړاو كښې دي۔ د جمعې په ورځ پي آئي دي كښې د ګډې خبري كفنرنس ته خپله وېنا كښې د اطلاعات او خپرونو دوهم فرخ حبيب ووئيل د انتخابي اصلاحاتو بل منظور شوے دے٬ په دې د مخالفې ډلې رويه د افسوس وړ وه٬ د هر هېواد د قوي جمهوريت بنياد په پاك او سپېځلو ټاكنو وي?? په كركټ كښې نيوټرل اېمپائر عمران خان راوستي٬ عمران خان په انتخاباتو كښې د ټګۍ د شور خاتمه غواړي٬ د كال 2013 په الېكشن د پيپلز ګوند ٬ جے يو آئي پشمول د ټولو ګوندونو اعتراضونه وو٬ پي ټي آئي هم په دې بشپړه غږ پورته كړې۔ ده ??وئيل په ميثاق جمهوريت كښې (ن) ليګ او پيپلز ګوند د سېنېټ الېكشن د اوپن بېلټ د لارې كولو ته سلا شوي خو په لس كالو كښې دوي په دې عمل درامد نه دې كړې٬ دوي چ?? څه وائي ھغه نه كوي٬ په زړه يو څه لري او په خله بل څه وائي۔ ده ??وئيل د كال 2008 نه تر كال 2018 د نون ليګ او پيپلز ګوند حكومتونو د يو بل په ضد د ايوان نه واك اٶټ ٬ بائيكاټ او ليټر بازۍ كړې دي۔ ده ??وئيل د كال 20-2019 پراته بلونه د پراسېس د لارې منظوركړې شوې دي٬ مخالفه ډله يوازې د اېن آر او په بل كښې دلچسپي لري٬ كوم چې دوي ته نه دې ترلاسه كېدونكې۔ ده ??وئيل سينئر سياست مدار٬ د قامي اسمبلۍ سپيكر اپوزيشن سره رابطه كړې خو د اپوزيشن رويه د عدم تعاون وه۔ ده ??وئيل مونږ ته د پا??لمان د فورم درس راكوٶنكي نن ادارو ته تګ ته ترجيح وركوي٬ پاك او سپېځلې انتخابات ضروري دي، اوورسيز پاكستانيانو په وړومبو يوولس مياشتو كښې 4500اربه روپۍ پاكستان ته رالېږلې دي٬ د اوورسيز پحقله د مخالفې ډلې عمل نامناسبه دے۔ ده ??وئيل د مسلم ليګ (ن) په دور كښې وزيرانو خپلو دورونو كښې اقامے ساتلے وې٬ دوي له په اوورسيز د اعتراض كولو نه وړاندې خپل ګرېوان كښې كتل پكار دي۔ پا??لماني چارو لپاره د وزيراعظم سلاحكار ډاكټر بابر اعوان ووئيل په تېرو دوه دريو ورځو كښې داسې ډوېلپمنټشوې دې د كومې په اړه چې د عمران خان او حكومت موقف قام ته وراندې كول ضرورې دې، د پاکستان په تاريخ كښې يو رېكارډ جوړ شوې٬ په يوه ورځ 12 بلونه او په دوېمه ورځ 21 قوانين منظور شوې دي٬ ده ??وئيل پخوا چا هم دا سوچ نه دې كړې چې دوي ته د ووټ حق وركول او دوي په اقتدار كښې شاملول پكار دي۔ ده ??وئيل په پا??لمان كښې د سپيكر او دوهم سپيكر او د پا??لمان د كمېټو بائيكاټ اپوزيشن كړې دې،په تاريخ كښې په وړومبي ځل داسې شوې دي٬ حكومت د رولز له مخې كمېټو څخه راغلے بل او رولز معطل كولو سره ووټنګ كړې او قانون پا?? شوې٬ اپوزيشن درې ځله كورم په ګوته كړې او د دوي په وېنا بيا ووټنګ شوې،اليکټرانك ووټنګ مشين لپاره حكومت سنجيده دے خو ولې سټيټس د دې لاره نيول غواړي٬ ده ??وئيل څومره چې قانون سازۍ شوې دي د آئين له مخې شوې دي، د رولز له مخې د پريذائيډنګ افسر پرېكړے سمې دي٬ دا بل بېرته نشي اخستې كېدې٬ دا بل سېنېټ ته لېږلې شوې او سېنېټ دا بل اړوند كمېټو ته لېږلے دے۔ ده ??وئيل سپيکر د پا??لماني كمېټئ جوړولو پرېكړه كړې په دې كښې به ټول اپوزيشن ته نمائندګي وركولې شي۔ ده ??وئيل الېكشن كمېشن د خبر پاڼې له مخې په انتخابي اصلاحاتو اعتراضونه ظاهر كړې دي، څومره به ښه وې چې دوي حكومت سره خبره كړې وې، چې خبره جوړه نشي نو بيا اولس يا ميډيا ته تللې وې٬ د خبرو اترو ور كله هم نه بندوٶ٬ د دې خبر پاڼې نه پس هم ورونه خلاص دي٬ موقف اورېدې شؤ٬ د بنيادي حقونو په ضد قانون چېلنج كېدې شي، د قانون سازي مينډيټ يوازې پا??لمان ته ترلاسه دے ۔ ده ??وئيل صدرمملکت سره رابطه شوې ده٬ په الېكشن كمېشن تحفظاتو ته به د قانون٬ ائين او په الېكشن كښې د سپېځلتيا په نظر كتلې شي۔ ده ??وئيل اوورسيز پاكستانيانو ته د ووټ حق وركول او د الېكټرانك ووټنګ مشينانو استعمال حق د آرډيننس او قانون د لارې وركړې شوې دې ٬ الېكشن د كوم ګوند يا باډۍ نه بلكې د قام مسئله ده دې لپاره به د ټولو اورؤ۔ ده ??وئيل د ځينې ګوندونو نمائندګي په قامي اسمبلۍ كښې نشته په سېنېټ كښې ده ?? دا معامله به په لويه كچه ناستي سره اورؤ۔ډاکټر بابر اعوان ووئيل د مخالفې ډلې مشر چې الېكشن كمېشن ته كومه چيټۍ ليكلي ده٬ اپوزيشن دې لاړ شي٬ د ټولو ګوندونو اورېدل پكار دي خو د آر اوز د الېكشن وخت تېر دے۔ ده ??وئيل د عمران خان لخوا باور دركوم چې د اوورسيز پاكستانيانو د ووټ حق به بېرته نه اخلو او نه به دا سبوتاژ كوٶ۔ ده ??وئيل شهبازشريف ولې ھغه كار كوي چ?? پكښې په پښو پرېوتل وي?? عمران خان چرته هم نه ځي٬ دا فكر مه كوئ۔ ده ??وئيل د يو نو ګو ايريا نه علاوه په هر څه خبرې كېدې شي او اېن آر او زمونږ حكومت لپاره نو ګو ايريا ده۔ ډاکټر بابر اعوان ووئيل ډېره موده ??س يو متبادل نظام اي وي اېم مخې ته كېښودې شوې٬ ده ??وئيل پا??لمان كښې ځېنې خلق وېنا كولو سره د ايوان نه لاړ شي٬ دا د ټولو ذمه واري ده چې په ايوان كښې يو بل برداشت كړي۔