اسلام آباد 25 مئي (اے پي پي) د تعليم او وظيفائي چارو وفاقي وزير شفقت محمود وئيلي دي زلمي زمونږ سباٶن دے، د ځوانانو هنر مندۍ لپاره د وزيراعظم په ذاتي خوښۍ لس اربه روپۍ بېلې كړې شوي۔ وفاقې وزېر دا خبرې د نهې په ورځ نېشنل اسكلز پوهنتون كښې د وزيراعظم کامياب جوان پروګرام له مخې د لس اربه روپو ??اليت د سكلز سکالرشپ پروګرام او د سل اربه روپو ??رض سكيم څخه مستفيد كېدٶنكو ځوانانو ته سندونه او د چېك وركولو دستورې ته خپله وېنا كښې وكړې۔ ده وو??يل د دې نه وړاندې په تاريخ كښې چا ځوانانو لپاره داسې كار نه دے كړے۔ ده وو??يل د دې پروګرام له مخې ځوانان قرض اخلي او خپل كاروبار پېل كوي٬ کامياب جوان يو لوي پروګرام دے چې پكښې وزيراعظم بهترين او د نريوال معيار افرادي قوت جوړولو لپاره سپارښتنې كړي٬ لېبز به اپ ګرېډ كولې شي۔ ده وو??يل نېشنل سکل يونيورسټې د پرمختتګ په لاره روانه شوې٬ دا كمېپس به ويران پروت ؤ٬ دا غواړو چې دا پوهنتون د هېواد بهترين او ماډل اداره جوړه شي ۔ ده وو??يل په دې پوهنتون كښې به ډاکيومنټري او فلم مېکنګ لپاره ځائ مختص كولې شي۔ ده وو??يل د لېبز په اپ ګرېډ كولو كښې حكومت د غېر ملكي اشتراك هڅې كوي دغسې چې ځوانان جديدې ټېكنالوجۍ څخه استفاده وكړي۔ شفقت محمود وو??يل يو لك 70 زره كسانو ته به د بېلا بېلو هنرونو تربيه وركولې شي٬ دا خواهش لرو چې د دې پروګرام له مخې د لكهونو په شمېر خلقو ته تربيه وركړې شي۔ په دې موقع وفاقت وزير د پروګرام له مخې قرض ترلاسه كوٶنكو ځوانانو له مباركي وركړه۔