كراچې 10 اپريل (اے پي پي) د پاكستان ??وسټ ګارډز په ټرېننګ سنټر كورنګي كښې د رېكروټس 40م بېچ د پاسنګ آٶټ درنه دستوره وشوه. د پاكستان ??وسټ ګارډز وياند له مخې د كورنيو چارو وفاقي وزي?? شېخ رشيد احمد د خالي په ورځ د پاكستان ??وسټ ګارډز په پاسنګ آٶټ دستوره كښې د خاص مېلمه په توګه ګډون وكړو. د كورنيو چارو وفاقي وزير د پاسنګ آٶټ پرېډ د معائنه كولو نه پس د پرېډ ګډون كوونكو او مېلمنو ته وېنا وكړه. ده ووئي?? چې د پاكستان ??وسټ ګارډز خدماتو ته پېرزوينه وړاندې كوم او كامياب شويو رېكروټس ته مباركي وايم. د كورنيو چارو وزير ووئي?? چې د پاكستان د ساحلي پولې حفاظت لپاره د كوسټ ګارډز كردار د ستائنې وړ دے، ساحلي سيمې به د سمګلنګ نه پاكوو.وفاقي وزير د تربيې په مهال غوره كاكردګي كوونكو رېكروټس ته انعامات هم وركړل. وړومبې پوزيشن رېكروټ محمد انتظار، دوهم پوزيشن رېكروټ زرار حسېن او دريم پوزيشن خاور حسېن ترلاسه كړو.