اسلام آباد 08 اپريل (اے پي پي) ??لګ?? بلتستان عبوري صوبه جوړولو په اړه د وزيراعظم عمران خان د اړخه د جوړي كړې کمېټۍ غونډه د زيارت په ورځ وشوه- د غونډي مشري وفاقي وزير علي امين خان ګنډاپور كوله ۔ په غونډه كښې د قانون وفاقي وزير فروغ نسيم،د ??لګ?? بلتستان وزير اعليٰ خالد خورشيد، د كشمير چارو وفاقي سيکرټري نه علاوه د خارجه وزارت ، د دفاع وزارت او نورو اړوندو اد??رو چارواكو ګډون وكړو۔په دې موقع وفاقي وزير ووئيل عبوري صوبې جوړولو په اړه د ??لګ?? بلتستان اسمبلۍ متفقه قرارداد د ??لګ?? بلتستان د اولسي هيلو عكاسي ده او زموږ حكومت به خپل لوظ پوره كوي۔په غونډه كښې ??لګ?? بلتستان له د عبوري صوبې حيثيت وركولو په اړه په ماډلز په تفصيل سره غور وشو او په دې صلاح راغله چې ??لګ?? بلتستان عبوري صوبې جوړولو په اړه قامي مفادات، اولسي هيلي او سياسي اتفاق رائے به باوري كولې شي