اسلام آباد 25 فروري (اے پي پي)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سينيټر ش??لي فراز وئيلي دي په روپو او ټګۍ په ټاكنو د اثر انداز كيدو روايت او روش ختمول غواړو، پي ټي آئي پاك او سپېځلي انتخابي اصلاحات مننونكے ګوند دے، ?? سېنېټ ټاكنې پاكې كولو لپاره تحريك انصاف عدالت ته رجوع كړې، سپريم ک??رټ په ريفرنس چې كومه هم رائے رامخې ته كيږي هغه به قبلوو ،مونږ غواړو چې هېواد كښې سپيځلې ټاكني وشي۔ ده د زيارت په ورځ د سپريم ک??رټ په خوا كښې ميډيا سره خبرې كولې۔ وفاقي وزير سينيټر ش??لي فراز ووئيل ځينې وګړي د تير وخت پخوانے پاکستان غواړي چرته چې روپۍ ٬ ټګي او د سرکاري وسائلو استعمال په ټاكنو اثر انداز كېږي،مونږ په حكومت كښې د پاتې كيدو باوجود دغه روايت او روش ختمول غواړو۔ ده ووئيل پاکستان تحريك انصاف پاك او سپيځلي انتخابي اصلاحات غوښتونكے ګوند دے،مونږ غواړو چې صاف او سپيځلي ټاكني وشي چې څوك هم په هغې اعتراض ونه كړي او د پارلمان حرمت او وقار هم زيات شي۔ده ووئيل سياست كښې د اه??يت په ځاے د روپو د استعمال روايت ختمولو له وزيراعظم عمران خان هلې ځلي كړي ، سېنېټ ټاكنو كښې سپيځلتيا له مونږ عدالت ته رجوع كړې ۔ وفاقي وزير ووئيل سپريم ک??رټ چې كومه هم پريكړه وكړه هغه به د آئين او قانون په دائره كښې وي او مونږ به ئې منوو