اسلام آباد 22 جنوري (اے پي پي) د وزي??اع??م عمران خان په مشرې كښې د راوي اربن ډوېلپمنټ پروجېكټ ، د سېنټرل بزنس ډسټركټ ، د والټن ايئر پورټ د منتقلې او د پنجاب د وړو ښارونو په خوا كښې د وزي??اع??م د وژن له مخې اولس لپاره د ارزانې استوګنې پروژې د پېشرفت جاج اخستو لپاره د جمعې په ورځ غونډه وشوه. د وزي??اع??م آفس د مېډيا څانګې لخوا جاري بيان له مخې په غونډه كښې د وزي??اع??م خاص مرستيال ډاكټر شهباز ګل، د نيا پاكستان هاٶسنګ اتهارټۍ ??يئرمېن لېفټېننټ جنرل ﴿ر﴾ انور علي حېدر او اعلٰي چارواكو ګډون وكړو. په غونډه كښې د پنجاب د خزانې وزير مخدوم هاشم جوان بخت، د پنجاب وزيراعلٰي صلاحكار ډاكټر سلمان شاه، د وزيراعلي خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان، د راوي اربن ډوېلپمنټ اتهارټۍ ??يئرمېن راشد عزيز او اعلٰي چارواكو د وېډيو لنك د لارې ګډون وكړو. غونډه د دې پروژو د پېشرفت څخه خبره كړې شوه. په دې موقع وزي??اع??م عمران خان ووئيل دا پروژې نه يوازې په سماجي او معاشي لحاظ مهمې دي بلكې دې سره به د روزګار موقعې هم راپېدا شي. وزي??اع??م عمران خان غريب او كم امدن لرنكې طبقې لپاره زر تر زره د كورونو د پروژې پېل كولو سپارښتنه وكړه