اسلام آباد۔28نومبر (اے پی پی) د صنعت او پېداوار وفاقي وزي?? حماد اظهر وئيلي دي چې د پيپلز ګوند په دور كښې پاكستان ??سټ??ل ملز خسارې سره مخ وو۔ د مسلم ليګ نون په دور كښې بند شو۔ د تېرو 5 كلونو نه پاكستان ??سټ??ل ملز بند دے۔ د پاکستان اسټیل ملز برطرف كړې شويو ملازمينو بقاياجات به ادا كولې شي۔ ددې خيالاتو څرګندونه هغه د خالي په ورځ خبري كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ هغه ووئيل د پاكستان ??سټ??ل ملز صلاحيت كم كړے شوے۔ د ملازمینو تنخاګانو له هره مياشت ډ 75 كروړه روپو حاجت وي۔ حماد اظهر ووئيل د سركاري ادارو زيان زمونږ د دفاعي بجټ نه زيات دے۔ د دوه زره اربه نه زيات د قومي ادارو نقصان دے۔ وفاقی وزیر ووئيل كوم ملازمين چې ويستلې شوي دي هر يو ملازم ته به اوسطا 23 لكه روپۍ وركولې شي۔ كه په وخت پرېكړې شوې وې نو دومره پېسې به لګېدلې نه وې۔ ??غه ووئيل حكومت د ??سټ??ل ملز بهترۍ له ګامونه پورته كړې دي۔ حماد اظهر ووئيل 9 زره ملازمين دي۔ په اولني پړاؤ كښې به 4 زره ملازمين ويستلې شي۔ د سټیل ملز د پنشنرز واجبات کلیئر كړې شوي دي۔ اخوا كړې شويو ملازمينو ته به 10 اربه نه د زياتو روپو واجبات وركولې شي۔