اسلام آباد۔11اکتوبر (اے پی پی) وزيراعظم عمران خا?? په موټروے رېسټ اېرياز كښی د څيزونو زياتو نرخونو په ضد د وګړو د شكايت نوټس اخستے دے۔ په زياتو نرخونو د غم او غصې څرګندونه كولو سره وزيراعظم ووئيل چې د منافع خورانو په ضد دې سخته كاروائي وكړے شي۔ د خا??ي په ورځ د وزيراعظم ډيليوري يونټ لخوا جاري كړې شوي بيان له مخې وزيراعظم عمران خا?? په سټيزن پورټل په موټروے رېسټ اېرياز كښی د څيزونو زياتو نرخونو په ضد د وګړو د شكايت نوټس واخستو۔ وزیراعظم ډیلیوری یونټ د مواصلاتو و??ارت ، اېن اېچ اے او آئی جی موټروے ته مراسله جاري كړې ده۔ مراسله كښې وئيلي شوي دي چې په موټروے رېسټ اېریاز د نرخونو څارنې له دې خاص ډلې متعين كړې شي۔ دوئي دې شپه او و??ځ چھاپې وهي۔ دوئي د حاجت له مخې د انتظاميې مرسته څه وخت هم ترلاسه كولې شي۔ د زياتو نرخونو په ضد دې سخته كارروائي وكړې شي۔ په موټر وے رېسټ ایریاز دې د مسافرو او سېلګرو پوهاوي له بېنرې ولګولې شي۔ په سیټیزن پورټل د شكايتونو درج كولو په اړه پوهاوي رامينځته كولو له دې هم ګامونه پورته كړې شي۔ وزیر اعظم آفس اړوندو چارواكو ته په 21 ورځو كښې د ابتدائي راپور وړاندې كولو هدايت كړې دې۔ د اقداماتو ترسره كېدو نه وړاندې او و??وستو تقابلي راپور به هم وزيراعظم ته وړاندې كولې شي