اسلام آباد 14 ستمبر (اے پي پي) د منصوبه بندې٬ پرمختګ او خاص اقداماتو وفاقي وزير اسد عمر وئيلي دي چې وفاقي حكومت د بلوچستان د پرمختګ پوخ عزم لري٬ د روان كال په ??هال به د پي اېس ډي پي له مخې په بلوچستان كښې په بېلا بېلو پروژو 80 اربه رو??ې خرڅ كولې شي۔ وفاقي وزير دا خبرې د بلوچستان د جنوبي ضلعو د دوه ورځنې دورې په ??هال خضدار ته د رسېدو نه پس د يو بريفنګ په ??هال وكړې۔ وفاقي وزير سره د دفاعي پېداوار وفاقي وزيره زبېده جلال٬ د قومي اسمبلۍ ډپټي سپيكر قاسم خان سوري او د منصوبه بندې سېكرټري مطهر نياز رانا هم وو۔ د خضدار دورې په ??هال وزيرانو ته په ??لات ډويژن كښې د روانو پروژو په اړه بريفنګ وركړے شو۔ وزيرانو د خضدار او آواران د بېلا بېلو سيمو دوره هم وكړه۔ په دې موقع وفاقي وزير اسد عمر ووئيل چې حكومت به دا خبره باوري كوي چې په بجټ كښې د وركړي شوي فنډ مكمل او موثر استمال وشي?? ده ووئيل چې وفاقي او صوبائي حكومتونه په ګډه په ??روژو كار كوي?? ده ووئيل چې د نجي څانګې د شاملولو په تجويزونو هم غور كېږي۔ پلاوي به د تربت او ګوادر دوره هم كوي