ماسکو 10 ستمبر (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قرېشي وئيلي دي د كرونا نړيوالې وباء ګرده نړۍ ??ښې د انسانانو ژوند او معاش سخت ځپلے دے٬ مونږ سيمه ايزې مرستې ته وده وركولو سره رامخې ??ه مسئلې په نوې امكان بدلولې شو٬ په نړيوال امن٬ سلامتيا او نړيواله ترقي زياتولو كښې د ملګرو ملتونو مركزي كردار زيات ضروري دے٬ پرمختګ، معاشي شرح نمو، د غربت خاتمه او د اولس د سماجي معيار بهترۍ ??دف??نه سر كولو لپاره د پخوانيو شخړو سوله ايز حل پكار دے۔ خارجه وزير شاه محمود قرېشي دا خبرې د زيارت په ورځ ماسكو كښې د ??ېس سي او خارجه وزيرانو كونسل غونډې ته خپله وېنا كښې وكړې ۔ خارجه وزير ووئيل كه د كرونا نړيوالې وباء يو خوا ګرده نړۍ ??ښې د انسانانو ژوندون او معاش سخت ځپلے دے نو بلخوا ئې د دې مشتركه خطرو او مسئلو په ګده د مقابلې كولو اهميت هم يو په دوه زيات كړے ٬ د سختو او مشكلو حالاتو باوجود مونږ په ??ېس سي او كښې ګټور اشتراك عمل جاري ساتلے كوم چې د رشېن فېډرېشن په مشرۍ كښې ګڼ اړخيز او د شريكې مرستې مظهر دے۔ ده ووئيل د ??ېس سي او د جوړېدو په شل كاله ترسره كېدو مونږ سيمه ايزې مرستې ته وده وركولو سره رامخې ??ه مسئلې په نوې امكان بدلولې شو دغسې چې د ??ېس سي او حقيقي صلاحيت په ډاګه كړے شي٬ مئي او جولائي 2020 كښې د ??ېس سي او د خارجه او صحت وزيرانو ورچوئل غونډه كښې د كرونا وباء مخنيوي لپاره د ګڼو هېوادونو٬ پرېكنده او په اشتراك عمل آډانه هلو ځلو ضرورت رامخې ته كړو او په دې لړ كښې د ملګرو ملتونو د روغتيا د نړيوالې ادارې (ډبليو اېچ او)نظام د لارې په اشتراك عمل كښې سرفهرست كردار لوبېدې شي۔ ده ووئيل پاكستان د كرونا وباء په موثره ډول د مخنيوي په اړه د خپلو تجربو څخه نړۍ ??ستفيد كولو لپاره چمتو دے چې په سوب ئې نن د كرونا وائرس ځپليو كسانو او مرګونو كښې كمې راغلے ٬ مونږ په دې هم پوهېږو چې نړيواله وباء سياست لپاره كارولو او د كومې هم منطقې ٬ مذهب يا طبقې سره تړل يا په دروغو اډانه تورونه لګول هم ناسمه دي۔ خارجه وزير ووئيل مونږ د ??ېس سي او يوته كونسل په نوې غړي جوړېدو د خپلې خوشحالۍ څرګندونه كوٶ٬ مونږ به د ??ېس سي او د لارې پرله پسې د خپرېدونكو او په وده كوٶنكو څانګو كښې فعاله مرستې ته وده وركول جاري ساتو٬ په دې لړ كښې ما يو شمېر سفارشات وړاندې كړې دي