اسلام آباد 09 ستمبر (اے پي پي) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير علي امين ګنډا پور د نړيوالې ورورولۍ څخه غوښتنه كړې چې د مقبو??ه كشمير ډيمو ګرافي بدلون په اړه د هند د ناوړه منصوبو په سمدستي توګه نوټس واخلي۔هند د يوې منظم منصوبې ترمخه مقبو??ه كشمير كښې د اسرائيل په طرز پاليسو ته وده وركوي او مقبو??ه كشمير كښې غير رياستي عناصر آبادوي۔ تيرو څو اوونيو كښې مقبو??ه كشمير كښې ګڼو هندوانو له شهريت وركړے شوے دغسې مقبو??ه كشمير كښې د آبادۍ تناسب د هند په حق كښې راجوړولې شي۔?? شورو په ورځ په خپل يو بيان كښې ده ووئيل يو پلو مقبو??ه كشمير كښې د غير رياستي عناصرو آبادولو سلسله روانه ده نو بل پلو مقبوشه كشمير كښې بې ګناه وګري په نښه كيږي۔ده ووئيل په مقبوشه كشمير كښې داسي كومه ورځ نه ده تيره شوي چې په كومه ورځ په مقبو??ه كشمير كښې په وړكو تشدد نه وي شوې۔ده ووئيل د مقبو??ه كشمير وګري نن د نړۍ تر ټولو لوئ زندان كښې په ژوند كولو مجبور شو??۔ ده ووئيل كشميريان د تيرو 70 كلونو راهسې د خپلواكۍ خپل حق ترلاسه كولو له هلې ځلې كوي او د 18 لكهه پوځ په موجودګۍ كښې د پاكستان سره د خپل ت??ون څرګڼدونه كوي او په دې ټول پاكستانيان هغوي ته سلام كوي