اسلام آباد ۔ 9 ستمبر (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي پاكستان كښې د سبسډيز نه هغه خلق ګټه پورته كوي كوم چې د وړاندې نه طاقتور دي۔ د برېښنا په ډول د ګاز څانګې ګرځېنده قرض مخ په زياتېدو دے۔ درآمدی ګېس په موجود نرخ نشو وركولے ۔ په تېرو 30 كلونو كښې د هېواد د توان حاجت ترسره كولو له كومه منصوبه بندي نه ده شوې ۔ پخوا په وخت د پرېكړو نه كېدو د لاسه زمونږ په صنعتونو بوج پرېوتے۔ د هېواد مسئلو حل كولو له بايد بحث مباحثه وكړې شي۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د شورؤ په ورځ د پټروليم ډويژن ترسېوري لاندې د ګېس طلب او رسد په اړه د ”پاکستان میں گیس کی ارزاں فراہمی، استحکام اور سکیورٹی” په سرخط سيمينار ??ه خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل د سيمينار ??اجت ځكه رامخے ته شو چې مونږ پخوا داسې بحث نه دے كړے او مونږ له د توان حاجت ترسره كولو له دا كول پكار وو۔ ده ووئيل كه پخوا پرېكړې شوې وې نو نن به مونږ ستونزو سره مخ نه وو۔ وزيراعظم ووئيل اېل پي جي بې وزله خلق كاروي ولې د دې پېداواري لګښت زيات دے۔ هېواد كښې 27 فيصده و??ړو ته د پائپ لائن د لارې ګاز ترلاسه كېږي۔ ??زيراعظم ووئيل نن زمونږ انډسټري سختو حالاتو سره مخ ده۔ يخنۍ كښې مونږ د ګاز لويې ستونزې سره مخ كېدې شؤ۔ ده ووئيل د دې سيمينار په مهال به مونږ له د هېواد ګټې ته و??ومبۍ ترجيح وركولو سره په صورتحال ځان پوهه كول او وړاندېزونه وركول وي ۔ ده ووئيل د ګاز طلب او رسد كښې ډېر زيات فرق دے چې له امله ئې د يخنۍ راتلونكي موسم كښې لويه ستونزه رامخې ته كېدې شي۔ ده ووئيل مونږ هېواد كښې په 17 روپۍ يونټ برېښنا پېدا كوؤ او په 14 روپۍ ئې وركوؤ چې ورسره ګرځنېده قرض مخ په زياتېدو دے۔ دغسې د ګاز په څانګه كښې هم ګرځنده قرض زياتېږي۔ سيمينار كښې د خېبر پختونخوا او سندھ نمائندګانو خپل دريځ وړاندې كړو۔ مونږ له به قامي ګټو ته ترجيح وركول وي۔ ??فاق دومره پېسه صوبو ته لېږلې شي څومره چې ټېكس جمع كېږي۔ ??زیراعظم ووئيل د چين مثال زمونږ په و??اندې دے چې څنګه د چين مشرتابه په محنت چين ترقي وكړه ۔ د كميونسټ ګوند نظام په مېرټ اډانه دے۔ چين كښې د اوږدې مودې منصوبه بندي كېږي۔ ??غوي اولس د بې وزلې كرښې نه رابهر كړي او اوس هغوي وروستو پاتې سيمو ته پام ګرځولے ۔ ده ووئيل زه غواړم چې په ملكي مسائلو بحث او مباحثه وكړې شي۔