اسلام آباد 17 اګست (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي د سفارتي چيلنج?? ادراك لپاره د تھنك ټينكس كردار زيات ضروري دے٬ زمونږ تھنك ټېنكس له نړيوال او سيمه ايز تھنك ټېنكس سره روابط زياتولو غواري ۔ د ګل په ورځ خارجه وزير د انسټيټيوټ آف سټرټيجك سټډيز اسلام آباد د محققينو غونډې مشري كوله۔ په غونډه كښې خارجه سېكرټري سهېل محمود، خاص سېكرټري معظم احمد خان او د خارجه وزارت نور لوړ پوري هم موجود وو۔ په غونډه كښې په منطقه كښې د روابطو په وده٬ د كووېډ-19 نه پس په بدلېدونكې نړيواله منظر نامه او په سفارتي محاذ په را??خې ته چېلنجونو بحث وشو۔ ډائريكټر جنرل (آئي ايس ايس آئي) اېمبيسډر (ر) اعزاز چوهدري د وژن30-2020 په اړه خارجه وزير ته ??فصيلي بريفنګ هم وركړو۔ خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي ووئيل د سفارتي چيلنج?? ادراك لپاره د تھنك ټينكس كردار زيات ضروري دے٬ زمونږ تھنك ټېنكس له نړيوال او سيمه ايز تھنك ټېنكس سره روابط زياتول غواړي۔ شاه محمود قرېشي ووئيل انسټيټوټ آف سټرټيجك سټډيز سره بهترين محققين موجود دي د كومو په استفاده كولو سره چې په سفارتي كچه د را??خې ته چېلنجونو مخنيوي له مرسته ??رلاسه كېدے شي۔ مخدوم شاه محمود قرېشي د انسټيټيوټ آف سټرټيجك سټډيز اسلام آباد د كاركردګۍ ستائنه كولو سره د تحقيق معيار ښه كولو لپاره د خپل او خارجه وزارت لخوا د بشپړه مرستې باور وركړو