سرینګر۔ 15 اګست (اے پی پی) د کنټرول لائن دواړو اړخونو ته او په ګرده نړۍ كښې مېشته كشميريان نن د هند د آزادۍ ورځ د تورې ورځې په توګه لمانځي ??ې مقصد ئې نړيوالې ورورولۍ ته دا پېغام وركول دي چې كشميريان په خپله خاوره د هند غېر ??ان??ني قبضه مسترد كوي۔ د کشمیر میډیا سروس لمخې مقبوضه جموں وكشمير كښې نن مكمل هړتال دے د كوم كال چې كشميري حريت لارښود سيد علي ګېلاني ٬ كل جماعي حريت كنفرنس او د مير واعظ عمر فاروق په مشرۍ كښې حریت فورم وركړے دے۔ د کل جماعتی حریت ک??نفرنس وياند سرينګر څخه جاري كړې شوي يو بيان كښې وئيلي دي چې هند د آزادۍ ورځې لمانځلو هېڅ حق نه لري ولې چې هند د تېرو 73 كلونو نه د پوځي طاقت په بنياد د جموں وكشمير په زمكه غېر ??ان??ني قبضه كړې ده۔ حريت فورم هم سرينګر كښې خپل بيان كښې د هندي حكومت د 5 اګست 2019ﺀ اقدام د كشمير په تاريخ كښې يو المناك باب ګرځولو سره وئيلي دي دا غېر ??ان??نی اقدام د نړيوال ??ان??ن، د ملګرو ملتونو د چارټر او د څلورم جنېوا كنونشن خلاف ورزي ده۔ قابض انتظامیې ټوله وادي په پوځي ??ھاؤڼۍ كښې بدله كړې ده۔ د سرينګر په خوشې سړكونو د زرګونو په شمېر هندي عسكر او پوليس اهلكار ګشت كوي