اسلام آباد 12 اګست (اے پي پي) د مواصلات وفاقي وزير مراد سعيد وئيلي دي ?? اېم اېل ون پروژې منظوري اېكنك يوه اونۍ وړاندې وركړې ، دا د كراچې نه تر پېښور منصوبه ده ٬ د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر وئيلي دي ??ا پروژه به تورخم ته رسوو. د شورو په ورځ د قومي اسمبلۍ په غونډه كښې د اعتراض په نكته محسن داوړ ووئيل ?? اېم اېل ون منظوري تر تورخم پولې وه خو اوس تر پېښور محدود كولې شي، حكومت دې وضاحت وكړي. وفاقي وزير مراد سعيد ووئيل ?? دې پروژې يوه اونۍ وړاندې اېكنك منظوري وركړې، كه دا پروژه د دې نه وړاندې په خيالونو كښې وه، نو مونږ ئې علم ??ه لرو. د دير چترال لويې لارې منظوري مونږ وركړې، په دې به د مارچ څخه كار پېل شي. ده ووئېل د حېدر آباد كراچې موټروے معياري نه ده، سندھ ته به وړومبې موټروے عمران خان وركوي. ده ووئيل ?? سي پېك په لوېديز روټ كښې به پاتې سيمې شاملې كړو. وفاقي وزير مراد سعيد ووئيل ?? چم?? كوئټه په سړك به سږ كال كار پېل شي، د كوهاټ ډي آئي خان سړك لپاره 9 اربه روپې جاري كړې شوي۔ده ووئېل د ژوب كچلاك سړك ګوادر ته رسوو، په جي ټي روډ لو?? ښارونه به موټروے سره تړلے شي.