اسلام آباد 02 جولائي(اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر سره د كشمير پارلماني كمېټۍ چيئرمېن شهریار آپریدي د زيارت په ورځ په پارلمان كښې ليدلي دي ۔ د ملاقات په مهال د كشمير پارلماني كمېټۍ په لا فعاله كولو غور شوے۔ د ملاقات په مهال د كشمير تازه ??ورتحال پشمول په نورو چارو هم خبرې شوي ۔ په دې موقع سپیکر اسد قېصر ووئيل هند په مقبوضه كشمير كښې ظلم او جبر كوي، په بې ګناه كشميريانو چې كوم ظلم روان دے ?? ھغې په تاريخ كښې مثال نه موندلے كېږي۔ ده ووئيل د امنيتي اهلكارو لخوا د درې كلنه نمسي په وړاندې د نيكه شهيدول د بربريت انتها ده۔ ده ووئيل په مقبوضه سيمه كښې د 11 مياشتو راهسې د تاريخ بدترين لاك ډاون روان دے، هند په مقبوضه كشمير كښې د آبادۍ تناسب بدلولو لپاره د مسلمانانو نسل كشي كوي۔ده ووئېل د هندي فاشسټ حكومت لخوا په شخړيز كشمير كښې د غېر كشميريانو آبادول د سلامتي كونسل د قراردادونو خلاف ورزي ده۔ ده ووئيل د كشمير پارلماني كمېټي دې د نړۍ په وړاندې د هند اصلي څېره بې نقابه كولو لپاره بشپړ كردار ولوبوي