اسلام آباد 26 جون (اے پي پي) د هو??با??ې وفاقي وزير غلام سرور خان وئيلي دي د شكي لائسنس لرونكو په 262 هو??با??انو كښې د پي آئي اے د 141 هو??با??انو لسټونه او كوائف د مراسلې سره لېږلے شوي او د فلائټ آپ??ېش?? نه د منع كولو ورته هدايت شوے، د ايئر بليو د 9 ، د سرين ائير لائن د 10 او د نورو نجي ايئر لائن د شكي لائسنس لرونكو هو??با??انو لسټونه د مراسلې جاري كولو نه علاوه په وېب پاڼه هم جاري كړې شوي ، د 28 هو??با??انو د انكوائرې ټول عمل ترسره شوے، د لائسنس د منسوخې منظوري به د وفاقي كابينې نه ترلاسه كولې شي، د لائسنس اتهارټۍ د 5 سينئر افسرانو د معطلۍ او د محكمانه انكوائرې احكامات هم جاري كړې شوي ، د جعلي لائسنس لرونكو او په اجرا كښې د ككړو كسانو په ضد د فوجدارې مقدمې په جوړولو غور كوو. وفاقي وزير دا خبرې په پي آئي ډي كښې بيړني خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې. وفاقي وزير غلام سرور خان ووئيل په 860 هو??با??انو كښې د شكي لائسنس لرونكو هو??با??انو د انكوائرې عمل به د فرق نه غېر په سځپلي ډول ترسره كولے شي. ده ووئيل دا ټول كسان د كال 2018م نه وړاندې بهرتي كړې شوي ، مونږ په پي آئي اے كښې يوه هم نوې بهرتي نه ده كړې. ده ووئيل د سترې محكمې په امر جعلي ډګري لرونكي 280 كسان د وړاندې نه د ملازمتونو نه برخاست كړے شوي