اسلام آباد 15 مئي (اے پي پي) قامي صحت لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال ډاکټر ظفر مرزا د حکومت لخوا د هېلت وركرز حفاظت او ډاډګيرنې لپاره نوې پروګرام پېل كړے ٬ د پروګرام له مخې به يو لك ډاكټرانو ٬ نرسانو او د طبي عملې تربيه او معاونت كولې شي٬ پروګرام كښې د صحت وزارت ته د يونېسف، د روغتيا نړيوالې ادارې او د آئي اېس پي آر مرسته ترلاسه ده۔ د جمعې په ورځ د پروګرام پرانستې دستورې ته ډاكټر ظفر مرزا ووئيل كرونا وبا په م??ال په كار كولو كښې رامخې ته خنډانو تر مخه هېلت كېئر وركرز لپاره د ذاتي حفاظتي سامان (پي پي اي) د معياري استعمال په اړه يو خاص آن لائن د تربيې كورس ډيزائن كړے شوے٬ د دې كورس مقصد ګرد هېواد څخه يو لك ډاكټران ٬ نرسانې او طبي عمله شاملول دي٬ وي كيئر پروګرام د صحت ??ول?? صوبائي وزيرانو سره په ګډه جوړ كړے شوے او په دې كښې مونږ د ??ول?? صوبو معاونت ترلاسه لرو۔ په دې موقع د روغتيا نړيوالې ادارې پاكستان لپاره نمائنده ډاکټر پليتھا مهيپالا ، د هېلت سروسز اکيډمۍ ??ائ?? ??ان??لر ډاکټر اسد حفيظ، د شهيد ذوالفقار بھټو ميډيکل يونېورسټۍ ??ائ?? ??ان??لر ډاکټر تنوير خالق، د خېبر ميډيکل يونېورسټۍ پروفېسر ارشد جاوېد، د آغا خان يونېورسټۍ ډين پروفېسر عادل حېدر، د فاطمه جناح ميډيکل يونېورسټۍ ??ائ?? ??ان??لر عامر زمان خان او كوئټې څخه پروفيسر سکندر رياض خان هم وېناګانې وكړې