اسلام آباد ۔ 17 مارچ (اے پی پی) پاکست??ن کرکټ بورډ (پی سی بی) د کورونا وائ??س د خپرېدو خطر نظر كښې نيولو سره د پاکستان سپ?? لیګ فائیو د سیمی فائنلز او فائنل سيالۍ ځنډولې دي۔ د پی سی بی له مخې د کراچی کنګز، لاهور قلندرز، پېښور زلمی او ملتان سلطانز لوبډلې د سيمي فائنل پړاؤ ته رسېدلې وې او د ليګ اولنې سيمي فائنل مېچ د ملتان سلطانز او پېښور زلمي لوبډلو ترمينځھ د نهې په ورځ دوه بجې او دويم سيمي فائنل د كراچي كنګز او لاهور قلندرز ترمينځھ د شپې 7 بجې كېدل وو۔ د ليګ دواړه مېچونه قذافي سټېډيم لاهور كښې شېډول شوي وو ولې پاکست??ن کرکټ بورډ دا مېچونه د كورونا وائرس خپرېدو خطر نظر كښې نيولو سره تر نامعلومه مودې وځنډول۔ دې نه وړاندې د كورونا وائ??س دلاسه په پي اېس اېل كښې شامل يو شمېر غېر ملكي لوبغاړي ??و كوچز خپل خپل هېواد ته روان شوي وو۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د پي اېس اېل فائيو فائنل مېچ د روانې ميا??تې په 18 مه نېټه لاهور كښې كېدل وو