ډیووس 22 جنوری (اے پی پی) وزیر اعظم عمر??ن خان وئيلي دي پاکستان په افغانستان كښې د امن لپاره د امریکې سره په ګډه كار كوي، افغانستان كښې امن سره به تر مينځني اسياﺀ رياستونو رسنه ممكنه شي، سعودی او ای??ان ترمينځه تاؤ ترېښوالې كمولو له كردار ترسره كوو،حکوم?? د ??عیشت قوي كولو او نيغ په نيغه غیر ملکی سرمایه کارۍ زياتولو په تګلاره عمل كوي،مونږ کرنسی مستحکمه کړې او کرنټ اکاؤنټ خساره كښې 75 فیصده کمی كړې شوې ،غیر ملکی سرمایه کارو له په زړه پورې مراعات وركړې كېږي، د پاکست??ن خاوره د ځينو پخوانو تهذہبونو مسکن ده ، سېلګرۍ له وده وركولو سره د هېواد معیشت پرمختګ كولې شي، پاکستان د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې لوئې مالي او ځاني قرباني وركړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نړيوال اقتصادی فورم په موقع د پاکستان ستراتيجكي ډائیلاګ ته خطاب کښې وكړه۔ و??یر اعظم ووئيل د افغان جنګ له ا??له زمونږ پھ ټولنه كښې د كلاشنكوپ كلتور پيدا شوي، پاکستان په افغانستان كښې د امن لپاره د امریکې سره په ګډه كار كوي۔ افغانستان كښې امن سره به د پاکستان تر مينځني اسياﺀ رسنه ممكنه شي۔ ده ووئېل پاکستان د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې لوئې مالي او ځاني قرباني وركړي۔ده ووئيل پاکستان كښې امن سره به تر ټولو زياته ګټه د سېلګرۍ څانګې ته ورسي ځكه چې د پاکست??ن خاوره د ځينې پخوانو تهذیبونو مسکن ده او پاکستان كښې د سېلګرۍ ځينې داسې ځايونه شته چرته چې نړۍ پام نه دې ك، مونږ ته معلومه ده چې سېلګرۍ ته وده وركولو سره د هېواد معشیت پرمختګ كولې شي۔ ده ووئيل د پاکستان زياتره آبادی په ځوانانو مشت??له ده۔ د 60ء لسيزه كښې د پاکستان معیشت تندۍ سره پرمختګ كولو ٬خو د 70ء په لسيزه كښې په زياتره ادارو د سرمایه كارو باور ختم شوې ؤ ۔ و??يراعظم ووئيل پاکستان د سعودي او ای??ان ترمينځه تاؤ ترېښوالې كمولو له خپل کردار ترسره كړې، مونږ هڅې كوو چې سعودي او ای??ان سره اړيكې ښې كړو۔ ده ووئيل وړومبې مونږ خپله کرنسی مستحکمه کړې او بيا کرنټ اکاؤنټ خساره كمولو ته پام لرنه شوې او د کرنټ اکاؤنټ خساره كښې 75 فیصده كمې راغلې۔ ده ووئيل زرعی او صنعتی څانګې پرمختګ له ګامونه پورته كوو ٬ غیر ملکی سرمایه کارۍ زياتولو لپاره غیر ملکی کمپنیو له په زړه پورې مراعات وركړې كېږي۔ ده ووئيل پاکستان كښې د اوسپنې ،سرو زرو او د نورو معدنیاتو پانګې شته كومې كارولو لپاره چې بهرنۍ سرمايه كارۍ ته اړتيا ده۔