اسلام آباد 05 دسمبر (اے پي پي) د سعودي د شوريٰ كونسل چيئرمېن ډاكټر عبدالله بن محمد الشېخ په مشرۍ كښې د سعودي پارلماني پلاوي او د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر ترمېنځه د زيارت په ورځ د پارلما?? په ودانۍ كښې ملاقات شوې۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې اسد قېصر ووئيل پاکستان ??و سعودي عرب د مذهب، ورورولۍ ، تاريخ او د كلتور په لازواله خپلولۍ تړلې شوي٬ سعودي تل په سخت وخت كښ?? د ??اكستان ملګرتيا كړې ٬ په ناروے كښ?? د ??رآن پاك د بې حرمتي پېښه خفګاني او د شرم وړ ده۔ ده ووئيل مقبوضه كشمير كښې اولس رياستي ترهګرۍ سره مخ دے او د تېرو 122 ورځو د كرفيو له امله ځائي اولس خپلو كورونو كښې بنديوان ??ے۔ سپيكر اسد قېصر ووئيل د كشمېر په مسئله د اسلامي هېوادونو د پارلمانونو كنفرنس دې په سمدستي توګه راوبللې شي۔ د ملاقات په مهال د اړوندو چارو پشمول په بېلا بېلو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔(ګ ل