اسلام آباد 04 نومبر (اے پي پي) د خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي په درنښت كښې د مالېزيا نائب خارجه وزير مرزوقي لخوا دستوره وشوه۔ په دې موقع خارجه وزير شاه محمود قريشي ووئيل چې پاكستان مالېزيا سره خپلو اړيكو ??ه د قدر په سترګه ګوري٬ د وزيراعظم عمران خان د مالېزيا دورې او د ماليزيا وزيراعظم مهاتير محمد لخوا د پاكستان دورې دوه اړخيزه اړيكې قوي كړې دي۔ خارجه وزير د كشمير په مسئلَه د هند دړكې نظرانداز كولو سره په اصولي دريځ خپلول?? او د پاكستان د نظر په تائيد كولو د مالېزيا د حكومت ستائنه وكړه۔ په دې موقع دواړو مشرانو د پاكستان او مالېزيا ترم??نځ?? د انفارمېشن ټېكنالوجې او د صنعت پشمول د دوه اړخيزه اقتصادي او تجارتي مرستې په زياتولو اتفاق وكړو۔ دوي د اسلامي هېوادونو په ستونز?? او د دې حل لپاره د لائحه عمل په ضرورت خبرې وكړې۔ د ملاقات په مهال د اسلام فوبيا٬ د اسلامي امت ترم??نځ?? د اتحاد په نشتوالي او داسې نورو موضوعاتو هم بحث وشو۔ دوي د تعليم ٬ د ځوانانو استعداد زياتول?? او د كركيلې په څان??ه هك ښې په شريكه مرسته زياتولو هم اتفاق وكړو۔ خارجه وزير د ده په درنښت كښې د دستورې په كولو د مالېزيا د نائب خارجه وزير مرزوقي يحٰي مننه وكړه۔ د دې څخه وړاندې د مالېزيا نائب خارجه وزير د خارجه وزير شاه محمود قريشي تود هركلې وكړو