اسلام آباد 07 جولائي (اے پي پي﴾ د احتساب عدالت نمبر II جج ارشد ملك واضحه كړې چې په العزيزيه كېس كښې په ما هېڅ فشار نه و٬ پرېكړې مو خدائ حاضر ناظر ګڼلو سر?? د قانون او شواهدو په بنياد كړې دي٬ د مريم صفدر خبري كنفرنس زما پرېكړې متنازعه كولو او سياسي ګټې ترلاسه كولو لپاره شوې٬ په دې كښې ښودل شوې وېډيوز دروغ٬ جعلي او مفر??ضي دي٬ بايد د ككړو كسانو په ضد قانوني كارروائي وكړې شي۔ ده دا خبرې د اتوار په ورځ د اس??ام آباد د احتساب عدالت د رجسټرار د لارې په جاري شوې خبرپاڼه كښې كړې دي۔ ده ووئيل چې هغه د احتساب عداكت د جج په توګه وظيفه ترسره كوي٬ ده تېره ورځ د مريم صفدر خبري كنفرنس او ده ته منسوب شوې وېډيو ليدلې ځكه چې د دې خبري كنفرنس د لارې په ده سخت تورونه لګولو سر?? د ده ادارې٬ د ده ذات او د ده د كورنۍ د عزت ځپلو سازش شوے٬ په دې لړ كښې هغه حقائق وړاندې كول غواړي۔ ده ووئيل چې په پېنډې كښې مېشته يم او د جج جوړېدو نه وړاندې د وكالت وظيفې سر?? مې تړون لرلو٬ په دې وېډيو كښې د ښودل شوي ناصر بټ تعلق هم دې ښار سر?? دے او هغه سر?? مې پخوانې پېژندګلو ده٬ ناصر بټ او د هغه ورور عبدالله بټ د اوږدې مودې نه په مختلفو وختونو كښې بې شمېره ځله ما سر?? ملاؤ شوي دي۔ ده ووئيل چې د مريم صفدر لخوا په خبري كنفرنس كښې ښودل شوې وېډيوز نه نه يوازې د حقائقو په ضد دي بلكې په دې كښې په مختلفو موقعو او موضوعاتو شوې خبرې ګډې وډې كولو سر?? د سياق او سباق نه بغېر د وړاندې كولو ناوړه هڅه شوې۔ د احتساب عدالت جج ووئيل چې د مريم صفدر د خبري كنفرنس نه پس دا ضروري ده چې ريښتيا وړاندې كړې شي۔ ده ووئيل چې د نواز شريف او د هغه د كورنۍ په ضد د مقدمو د اورېدنې په مهال څو ځله د دوي د استازو لخوا د رشوت وړاندېز شوے او د مرستې نه كولو په صورت كښې د سختو نتيجو دړكې وركړې شوې دي خو دا مې په سختې سر?? رد كولو سر?? په حق د پاتې كېدو عزم كړے او خپل ځان او مال مې الله ته سپارلې۔ ده ووئيل چې كه ما په فشار يا د رشوت په لالچ كښې پرېكړه اورولې نو په يوه مقدمه كښې مې سزا او په بله كښې به مې نه و بري كړے۔ ده ووئيل چې انصاف كولو سر?? د شواهدو په بنياد مې نواز شريف ته په العزيزيه كېس كښې سزا اورولې او په فلېګ شپ كېس كښې مې بري كړے۔ ده ووئيل چې په ما نه كوم فشار و او نه مې كوم لالچ په نظر كښې ساتلې۔ ده ووئيل چې خبري كنفرنس زما پرېكړې متنازعه كولو او سياسي ګټې ترلاسه كولو لپاره شوې٬ په دې كښې ښودل شوې وېډيوز دروغ٬ جعلي او مفر??ضي دي٬ بايد د ككړو كسانو په ضد قانوني كارروائي وكړې شي۔