پېښور ۔ 01 جون (اے پی پی) د خېبر پختونخوا اعلی وزير محمود خا?? د ??طبي وزيرستان خړ كمر سيمه كښې رامخې ته شوې پېښه كښې ځپلې ??ويو كسانو له د مرستې پېكج اعلان كولو سره په ډاګه كړې چې د پښتنو په نامه سياست كوونكي پښتون قام يو وارې بيا جنګ ته د ټېله كولو ناكامه هڅه كوي كومه چې په هېڅ صورت د قبلولو نه ده۔ ده پېښه كښې حق رسېدليو لپار?? د 25 لكه او ژوبل شويو له د 10 لكه روپو مرسته اعلان كړه۔ ده ووئيل د اولس ٬ پاك پوځ او د امنيتي ادارو قربانيو لامله امن په ځائې شوې دې او ددې په ځائې ساتلو له به د كومې هم قربانۍ څخه مخ اړولې نه ش??۔ ده ووئيل د لس مياش??و په لنډه موده كښې د قبائلي ضلعو يو شمېر مسئلې ??ل شوي د??۔ ده ووئيل د صوبائی حکومت اېن اېف سی ایوارډ كښې خپله 3 فیصده برخه د قبائلي ضلعو تعمير او پرمختګ له بېلول ددې خبرې ثبوت دې چې موجوده حكومت خپلو كړو لوظونو پاللو كښې مخلص دې او دې لپاره عملي ګامونه پورته كوي۔