ملتان ۔12مئی (اے پی پی) د خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي په مشرۍ كښې سركټ هاؤس كښې د لوړې كچې غونډه وشوه كومه كښې چ?? د ??ېلو محكمو د كاركردګۍ او په پرمختيائي منصوبو د پېش رفت جاج واخستې شو۔ د چيف وهپ ملك عامر ډوګر او پارلماني سېكتر زېن قرېشي په شمول د قومي او صوبائي اسمبلۍ غړو غونډه كښې ګډون وكړو۔ دوهم كمشنر عامر خټك د وېسټ منېجمنټ كمپنۍ ٬ واسا او پرمختيائي منصوبو په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو۔ په دې مهال خطاب كښې خارجه وزير شاه محمود قرېشي وو??يل د افسوس خبره خو دا ده چې په پخواني دور كښې ملتان كښ?? د ??ولس د هيلو ترمخه پرمختيائ?? كار نه دې شوې ۔ پخوا ددې منطقې فنډ لاهور ته منتقل كړې شو چې ورسره دلته د محرومۍ احساس زيات شو۔ ده زياته كړه چې مونږ به پنجاب حكومت څخه ملتان كښ?? د ??نفراسټركچر پياوړتيا له د خاص فنډز غوښتنه كوو۔ ده وو??يل وېسټ منېجمنټ کمپنۍ كښې د 3 نيم اربه روپو كرپشن پلټنې به د پبلک اکاؤنټس کمېټۍ دلارې كولې شي۔ ده وو??يل په دغه كرپشن كښې پخوانۍ سياسي مشرتابه هم ككړه پاتې شوې۔ ده خپل خطاب كښ?? د ??ېورېج نظام د اپ ګرېډ كولو هم امر وكړو۔ ده وو??يل د ښار په 35 فيصد برخه كښ?? د ??ېورېج نظام نه موندل كې??ل د افسوس خبره ده۔ صوبائي غړو د ملتان سېوريج مسئلو حل له په اسمبلۍ كښې غږ پورته كړې۔ ده وو??يل په تېرو 5 كلونو كښې يوازې 1.4 کلوم??ټر سیوریج غزولې شوې دې كوم چې د پخوانو حكمرانانو د نااهلۍ ثبوت دې۔ ده هدايت وكړو چې د يو ارب 25 كروړ واسا نادهندګانو په ضد دې كرېك ډاؤن وكړې شي۔ خارجه وزير وو??يل چې سياسي مشرتابه د ښار پرمختګ له د ضلعي انتظاميه سره څنګ په څنګ ولاړه ده