ملتان ۔04مئی(اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محمود حسېن قرېشي وئيلي دي چې د مسعود اظهر په معامله كښې هند ته ماتې شوې او اوس پخپله د بي جے پي حكومت فشار سر?? مخ دې۔ ملتان كښې ميډيا سر?? خبرو كښې ده ووئيل د بی جے پی او کانګرېس ترمينځھ معامله روانه ده۔ اوس بي جے پي څخه پوښتنه كېږي چ?? حكومت په پلوامه څه ترلاسه كړل۔ نه خو حكومت په دې معامله خپل كېس په صحيح توګه رامخې ته كړې شو او نه ئې په پلوامه پېښه كښې د مسعود اظهر ككړ كېدل ثابت كړې شو۔ هند چې كوم دام مونږ ته غزولې وو خپله په كښې ښكار شو۔د ي??ې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د چين لخوا پاكستان كښې د پوځي اډو جوړېدو پروپېګنډا هېڅ حقيقت نه لري۔ دا پروپېګنډا دښمن كوي۔ چین زمونږ ملګرې دې او د پاكستان په معاشي پرمختګ كښې بشپړه كردار ترسره كوي۔ د شهباز شريف په اړه د ي??ې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د ن لیګ مشرتابه دې په دې اړه د رامخې ته كېدونكو پوښتنو ځواب وكړي۔ پخپله د ګوند زياتره غړي دې بدلون څخه ناخبره وو۔ د نون ليګ د غړو وېنا ده چې زمونږ ګوند كښې د څلورو كسانو ډله ده كومه چې پرېكړې كوي۔ د شهباز شريف لخوا د پېلك اكاؤنټس كمېټۍ د چيئرمېن منصب پرېښودو چې كوم جواز وړاندې كولې شي هغه هم منطقي نه دې۔ شاہ محمود قریشی زياته كړه چ?? حكومت د احساس په نامه يو پروګرام پېل كړې دې دغسې چې د بې وزلۍ لكير څخه د لاندې ژوند كوؤنكو مرسته وكړې شي۔ ده ووئيل دا نن?? ستونزې د 8 مياشتو په مهال نه دي رامې ته شوې بلكې دا د ت??رو 10 كلونو د نااهلۍ تسلسل دې۔ د سوئيلي پنجاب صوبې په اړه ده ووئيل د پنجاب اعلی وزير اسلام آباد كښې د پي ټي آئي غړو سر?? په دې معامله ملاقات كړې دې۔ ما دوئي ته خواست كړې چې هره مياشت دې دوئي راځي او د اسمبلۍ غړي دې پېشرفت څخه خبروي۔ ده ووئيل مونږ د مئي په 8 مه نېټه د دوئي يو بل نشست اېښودلې دې په كوم كښې به چې د اسلام آباد د قومي اسمبلۍ ټول غړي اعلی وزير عثمان بزدار سر?? ملاقات كوي او ده ته به د نوې بلدياتي قانون په اړه بريفنګ وركوي۔ شاہ محمود قرېشی ووئيل د غنمو اخستل پېل شوي دي او په دې لړ كښې چې كروندګر كومې ستونزې سر?? مخ وي هغه به لرې كولې شي