اسلام آباد 29 اپرېل (اے پي پي) د داخله چارو وفاقي وزير اعجاز احمد شاہ د ګل په ورځ د اسلام آباد پوليس لائن د مركزي دفتر دوره كولو سره د دوو كروړه روپو په لګښت د جديد فائرنګ سميوليټر پرانسته كړې ده ۔ تفصيلات له مخې پوليس لائن ته په تګ د اسلام آباد پوليس آئي جي محمد عامر ذوالفقار خان٬ ډي آئي جي/سېکورټي ډویژن، ډي آئي جي / هېډ کوارټرز، اېس اېس پي هېډ کوارټرز د داخله وزير هركلې وكړو او داخله وزير ته ??ې ګارډ آف آنر وړاندې كړو۔ په دې موقع داخله وزير د شهيدانو په يادګار د ګلونو څادر خپور كړو۔ داخله وزير د سکول آف انوېسټي ګېشن هم دورہ وكړه او آئي اېن اېل په مرسته ??ې د دوه كروړه روپو په لګښت د جديد فائرنګ سميولېټر پرانسته وكړه۔ وفاقي وزير د سكول آف انفار??ېش?? ټېكنالوجي او د اي لرننګ آسانۍ څخه هم خبر كړې شو۔ داخله وزير د وزيراعظم د كلين اېنډ ګرېن پاكستان كمپائن له مخې پوليس لائنز هېډكوارټر كښې بوټې نال كړو۔ په دې موقع داخله وزير ته ?? آئي سي ټي پوليس ?? تېرو شپږو مياشتو په كاركردګۍ آئي جي پي او ډي آئي جي تفصيلي بريفنګ وركړو چې پكښې د آئي سي ټي پوليس لوړ پورو ګډون وكړو۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې داخله وزير خپلې وېنا كښې د عام وګړي د عزت او د مق??مو په اندراج زور واړو۔ ده د اسلام آباد ټرافېك پوليس ??ه امر وكړو چې ټرافيك په لړ كښې شعور بېدارولو لپاره كمپائن پېل كړئ دغسې چې په اولس كښې د ټرافېك رولز رېګولېشنز په اړه شعور بېدار كړې شي۔ په دې موقع وفاقي وزير د انسپكټر جنرل آف پوليس عامر ذوالفقار خان لخوا د دورې په بلنه مننه وكړه۔ دا د وفاقي وزير د ذمه واريو ترلاسه كولو نه پس د وزارت اړوند دفتر وړومبنۍ دوره وه