اسلام آباد 13 فروري (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير اسد عمر په مشرۍ كښې د فېډرل بورډ آف ريونيو (اېف بي آر) د پا??ېس?? بورډ وړومبنۍ غونډه د شورو په ورځ وشوه۔په غونډه كښې پريكړه وكړې شوه چې د خزانې وزير به د بورډ چيئرمېن او د تجارت٬ټېكسټائل٬صنعت او نجكارۍ وفاقي وزيران٬د سېنېټ او قامي اسمبلۍ د خزانې او ريونيو مشران به د بورډ په غړو كښې ش??مل وي۔د اېف بي آر چيئرمېن به د بورډ سېكتر وي۔په نورو غړو كښې عبدالرزاق داؤد٬حماد اظهر٬سناتور كودابابر٬سيد جاوېد٬عثمان يوسيف مبين او عبدالله يوسف ش??مل دي٬ د اېف بي آر چيئرمېن غونډې ته د اېف بي آر د كار او په خاص توګه كاركردګي ښه كولو لپاره د شوو اقداماتو په اړه بريفنګ وركړو۔د خزانې وزير د نادرا د ډېټا په بنياد د ټې??س دائره پراخه كولو په تجويزونو د كار پیل كولو او د اېف بي آر د آډټ او انسفكشن نظام په اړه د تفصيلي پريزنټېنشن وړاندې كولو هدايت وكړو۔په غونډه كښې پريكړه وكړی شوه چې د پا??ېس?? بو??ډ راتلونكې غونډه به د مار?? په نيمائي كښې كېږي