اسلام آباد 18 جنوري (اے پي پي) د منصوبه بندې٬ پرمختګ٬ اصلاحاتو او شمارياتو وفاقي وزير مخدوم خسرو بختيار وئيلي دي چې د پوليو مكمل ??ات??ې او فالو اپ لپاره نور دوه كاله پكار دي٬ د دې رنځورې ??ات??ه په قومي ترجيحاتو كښې شامله ده او په دې مكمل قابو موندلو لپاره د جامع منصوبه بندې ضرورت دے۔ ده دا خبرې تېره ورځ د سي ډي ډبليو پي په غونډه كښې وكړې۔ په غونډه كښې د نېشنل هېلتھـ سروسز وزارت لخوا د پوليو ??ات??ې په اړه د 986 مليونه ډالرو د لګښت نظرثاني شده منصوبه وړاندې كړې شوه د كومې مقصد چې په هېواد كښې د پوليو ??ات??ه باوري كول دي۔ د منصوبه بندې٬ پرمختګ٬ اصلاحاتو او شمارياتو وفاقي وزير مخدوم خسرو بختيار په دې پروژه خبرې كولو سره ووئيل چې د پوليو ??ات??ه د حكومت پ?? ترجيحاتو كښې شامله ده۔ ده ووئيل چې د دې رنځورې ??ات??ې لپاره دې هر ډول ممكنه اقدامات وكړے شي۔ دا منصوبه حتمي منظورې لپاره اېكنك ته ولېږل شوه۔ تېره اونې د سي ډي ډبليو پي په غونډه كښې د دې منصوبې عبوري منظورې وركړې شوې وه۔