اسلام آباد 06 جن??ري (اے پي پي) د وزيراعظم عمران خان او د ابوظهبي ولي عهد شېخ محمد بن زېد ا??نهيان ترمېنځه يو په يو ملاقات شوے چې پكښې د شريكې خوښې په چارو خبرې شوې دي۔ د يو په يو ملاقات نه پس د دواړو هېوادونو ترمېنځه د پلاوو په كچه مذاكرات وشول۔ د پاكستاني پلاوي مشري وزيراعظم عمران خان او د متحده عرب اماراتو د پلاوي مشري د ابوظهبي ولي عهد شېخ محمد بن زېد ا??نهيان ??كړ??۔ په پاكستاني پلاوي كښې وفاقي وزيران چوهدري فواد حسېن٬ شاه محمود قريشي٬ اسد عمر٬ علي زېدي٬ عبدالزاق داؤد٬ زبېده جلال٬ چوهدري غلام سرور٬ عمر ايوب خان او شهريار آفريدي شامل وو۔ د سمندر پورې پاكستانيانو د وزيراعظم خاص مرستيا?? ذوالفقار بخاري او خارجه سېكتره تهمينه جنجوعه هم په پلاوي كښې شامل وو۔ د دې څخه وړاندې د ابوظهبي ولي عهد شېخ محمد بن زېد ا??نهيان چې كله اسلام آباد ته راورسېدو نو هغه ته د 21 توپو سلامي وكړې شوه۔ وزيراعظم عمران خان د نور خان په هوائي اډه د معزز مېلمه هركلې ??كړ??۔ وزيراعظم عمران خان د نور خان هوائي اډې نه په خپله ګاډې چلولو سره معزز مېلمه وزيراعظم هاؤس ته راوستلو۔ د دې نه پس په وزيراعظم هاؤس كښې د شېخ محمد بن زېد ا??نهيان په درنښت كښې رسمي دستوره وشوه۔ په دستوره كښې د دواړو هېوادونو قومي ترانې وغږول شوې۔ په دې موقع د وسله والو ځواكونو چټك ډلې د معزز مېلمه سلامي ??كړ??۔ ولي عهد د ګارډ آف آنر معائنه ??كړ??۔ وزيراعظم عمران خان معزز مېلمه سره د كابينې غړي معرفي كړل۔ د ابوظهبي ولي عهد وزيراعظم عمران خان سره د خپل پلاوي غړي معرفي كړل۔ د پاك فضائيه جے اېف 17 تهنډر الوتكو د معزز مېلمه سلامي ??كړ??۔ د شېخ محمد بن زېد ا??نهيان دومره تود هركلې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د څو لسيزو نه د نزدې ورورولې اړيكو څرګندونه كوي