پېښور 23 دسمبر (اے پی پی) وفاقی وزیر شيخ رشيد احمد وئيلي دي چې کرپشن به ختم??لې شي، خلكو عمران خان له ووټ دې لپاره وركړې ؤ چې كرپټ كسان په زندان ته ورسوي۔د دې خيالاتو څرګڼدونه ده د اتوار پھ ورځ پېښور ??ښې د تند رفتاره ټرین رحمان بابا ایکسپریس پرانستې دستورې ته په خپل خطاب کښې وكړه۔ په دې موقع د اطلاعاتو صوبائی وزیر شوکت یوسفزئی، د ريلوے چیئرمېن راجه سکندر سلطان، جنرل منیجرآفتاب اکبر او د پېښور ډی اېس وقاراحمد هم موجود ؤ۔ د ريلوے وزير ووئيل كه د بدعنوانۍ ناسور ختم نه كړې شو نو هېواد ته به لوئ زيان ورسي۔ده ووئيل عمران خان هغه يواځنې لارښود دې څوك چې غله زندان ته رس??لې شي۔ شیخ رشید ووئيل د ریلوے زمكې د چا ذاتی جاګیر نه دې ، چرته چې په هغې قبضه شوې ده هغه به آزاد??لې شي۔ ده د ریلوے چارواكو ته پېښور ??ښې د ريلوے زمكو آزادولو سپرښتنه وكړه ۔ ده ووئيل تجاوزاتو مخنيوي كمپائن په مهال دې غريب اولس بې ځائه تنګ نه كړې شي او د مالدارو سره دې هيڅ ډول رعایت ونه كړې شي، ده ووئيل اوس كه ټرين چليږي نو د پاکستان معیشت به هم ښه كېږي۔ده ووئيل په ریلوے ??ښې د پنشن په لړ ??ښې 35 اربه ، د تنخاګانو په لړ ??ښې 30 اربه ، د لون په لړ ??ښې 25 اربه روپۍ بوجھ دې خو بيا هم مونږ به د ریلوے څخه ګټه ترلاسه كولو په ځائې غریب او د مينځنۍ طبقې لپاره اقدامات كوو۔ شیخ رشید احمد ووئيل په راتلوكو ورځو ??ښې به دوه نان سټاپ ټرینونه چل??لې شي، مونږ سره تر 15 دسمبر تر کراچۍ لپاره کوم ټکټ نشته خو د اولس اسانيو لپاره به د 01 جنوری څخه يوې مياشتې له خاص ونټر ټرین چل??لې شي۔ د ريلوے وزير ووئيل د رحمان بابا ټرین پرانسته د وزیراعظم عمران خان د اړ??ه د خېبرپښتونخوا اولس له ډالۍ ده۔ د ریلوے خوارې كښو په مرسته په 100 ورځو ??ښې به 20 ټرینونه چل??لې شي۔ ده ووئيل د جهانګیرہ او نوښار ریلوے سټیشنې به اپ ګريډ ك??لې شي او ډير زر به د سفاری ټرین پرانسته هم وكړې شي۔ ده ووئيل په 10 ډبو مشتمل رحمان بابا ایکسپریس ټرین د 880 مسافرو ګنجائش لري او سړي سر كرايه به 1350روپۍ وي ، دا ټرين به د 36 ساعتونو په ځائې په 26 ساعتونو ??ښې كراچۍ ته رسي